د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

ډبلیو ایف پي: له پاکستانه زرګونه افغان کډوال تش لاس افغانستان ته ستنول کېږي


له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې تورخم کې ثبتېږي. November 12, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې تورخم کې ثبتېږي. November 12, 2023

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، له پاکستانه زرګونه افغان کډوال تش لاس افغانستان ته راستنول کېږي.

له پاکستانه د اخراجېدونکو افغان کډوالو وضعیت او نامعلوم برخلیک ته ورځ تر بلې اندېښنې په زیاتېدو دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، دغو اخراجېدونکو کسانو کې زرګونه هغه یې تش لاس هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر په دې اړه د هغه افغان ویډیویي خبرې خپرې کړي چې پاکستان کې د کډوالۍ له ۱۴ کاله تېرولو وروسته اخراج شوی دی.

د دغه راستانه کړل شوي کس نوم نه دی یاد شوی، خو په وینا یې توانېدلی چې یوازې دوه کمپلې له پاکستانه راوړي او اوس حیران دی چې څه وکړي.

هغه ویلي: "له پاکستانه مو هیڅ شی نه دي راوړي، یو-دوه کمپلې مې راوړي، نور هیڅ شی مي نه دی راوړی. مونږ نه اوس درک ورک دی چې څه شی وکړو. نه مزدوري شته او نه کوم کار چې وې کړو."

پاکستان له تېرو نژدې دوو میاشتو راهیسې له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو د اجباري ایستلو لړۍ پېل کړې ده.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال کندهار ته رسېدلي. 02.11.2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال کندهار ته رسېدلي. 02.11.2023

په دغې موده کې د ملګرو ملتونو او د ژغورنې نړیوال کمېټې په وینا نژدې نیم میلیون افغانان افغانستان ته اخراج شوي دي.

په پاکستان کې میشت یوه کډوال چې خپل نوم یې نه دی ښودلی ازادي راډیو ته ویلي، د طالبانو حکومت دې د کډوالو د جایدادونو په اړه د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي.

هغه وویل: "مونږ دلته ډېر ډېر مصرفونه کړي دي. اوس نه شو کولای چې داسې یو دم له پاکستانه ووځو. که مونږ چېرې وځو هم باید خپل شیان په نیمه بیه خرڅ کړو. ښه به وای چې پر دې خبرې شوې وای او مونږ ته وخت راکړل شوی وی. اوس مونږ نامعلوم برخلیک سره مخامخ یوو. زیات خلک قانوني اسناد هم لري، خو داسې وځي چې خپل شیان په نیمه بیه خرڅوي. دوی د شل لکه روپیو شی په لس لکه یا پنځه لکه خرڅوي."

پاکستان داسې مهال د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ملګرو ملتونو شمېرې ښیي چې شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

بېلابېلو بشري ادارو او سازمانونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې په اوس وخت کې د کډوالو د اجباري ستنولو له پرېکړې لاس په سر شي، خو پاکستان دغو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

پر پاکستان سربېره ایران هم په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو فشار زیات کړی او په ګڼ شمېر کې بېرته خپل هېواد ته ستنوي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پرون چهارشنبه کابل کې یوې غونډه ته په وینا کې وویل چې هېوادونه دې له افغان کډوالو سره د نړیوالو نورمونو په رڼا کې چلند وکړي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني

هغه وايي: "مونږ داسې وایو چې د دونیا نورمونو چې کوم دي، یا یې کوم مروج اصول چې جوړ کړي دي، د همغو په رڼا کې دې چلند وشي. د افغانستان مهاجرین اوس په تکلیف او مصیبت کې لوېدلي. دوی په سره ژمي کې هغه هم د یوې میاشتې په موده کې راستنول کېږي او دلته ځای په ځای کېږي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي چې دا مهال شاوخوا ۸ میلیونه افغانان د کډوالۍ او په کور دننه د بې ځایه کېدنې شپې ورځې تېروي.

د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون بېلابېل بشري بنسټونه او د طالبانو حکومت له پاکستانه اخراجېدونکو کډوالو ته مرستې رسوي، خو د کډوالو اړتیا ډېره او شوې مرستې ورته بسنه نه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG