کندهار ته له پاکستانه ستانه شوي یو شمېر کډوال په رواني ناروغیو اخته شوي.
دغه کډوال د خپلو رواني ناروغیو لامل د پاکستاني پوځیانو لخوا د دوی سره شوی تاوتریخوالی ، د شتمنۍ ضبط او په هېواد کې ناسم اقتصادي وضعیت یادوي.
بلخوا: د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د موقتي پنډغالي د روغتیا د برخي مسوولان وايي په تېره یوه نیمه میاشت کې شاوخوا ۳۵۰ کډوالو د رواني ناروغیو د درملنې او مشورو لپاره دوی ته مراجعه کړې.
په دې اړه زموږ د همکار د راپور اورېد لپاره لاندې لېنک پرانیزئ: