د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

ملګري ملتونه: په افغانستان کې تنفسي ناروغۍ او د خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوي


ارشیف: په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم ته خواړه ورکول کېږي.
ارشیف: په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم ته خواړه ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو دوو سازمانونو له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو ترمنځ او په ټوله کې په افغانستان کې د ژمي له امله د ناروغیو په ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره یا یونېسف او د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د راستنېدونکو کډوالو ترمنځ او د ژمي په رارسېدو په ټول افغانستان کې د شدیدې تنفسي ناروغۍ او د خوارځواکۍ پېښو په شمېر کې ډېروالی راغلی.

یونېسف په نومبر میاشت کې 'د افغانستان بشري وضعیت راپور' کې لیکلي، دوی په همدې میاشت کې له نیم میلیون ډېر ماشومان معاینه کړي چې له ډلې یې ۴۹زره ۶۱۶ د سختې خوارځواکۍ له امله د درملنې په موخه بستر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې دا هم ویلي چې د سپټمبر له درېیمې اوونۍ راهیسې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې شدیده تنفسي ناروغي چې د یونېسف له قوله، شاید لامل یې ژمی وي مخ په ډېرېدو ده.

یونېسف زیاتوي، د ۲۰۲۳ کال له جنوري راهیسې په افغانستان کې د شدیدې ناروغۍ ۱میلیون ۲۳۷زره او ۷۸۲ پېښې ثبت شوي، خو له دوی د همدې ناروغۍ له امله ۲۵۱۳ تنه مړه شوي چې ۸۲ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه کې د ککړ هوا انځور
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه کې د ککړ هوا انځور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې دا ارقام د ۲۰۲۱ ـ۲۰۲۲ کال په پرتله لوړ ښودلي دي.

یونېسف په افغانستان کې بېړنیو روغتیايي مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر هم ۱۷،۶ میلیونه تنه ښودلی دی.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان هم په نومبر میاشت کې د افغانستان د بېړني وضعیت راپور کې لیکلي، روان ژمي کې راستنېدونکي کډوال په ځانګړي ډول هغوی چې په لنډمهالو سرپناوو کې اوسي، له ټولو زیات اغېزمن دي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې تورخم کې په خیمو کې شپې او ورځې تېروي. Nov. 4, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې تورخم کې په خیمو کې شپې او ورځې تېروي. Nov. 4, 2023

'ډبلیو ایچ‌ او' زیاتوي، دوی دې میاشت کې نږدې ۲ سوه زره راستنېدونکي کډوال معاینه کړي چې له بېلابېلو ساري ناروغیو سره مخ او په کې یو شمېر ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته وو.

د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر تر پایه افغانستان ته د راستانه شویو شمېر نږدې ۴ لکه او ۱۸ زره تنه ښودلی چې ۴۸ سلنه یې ښځې دي.

دې ادارې دغه شان په تېره نومبر میاشت کې د شرې او کانګو ناروغیو په پېښو کې هم د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو دا دوه ادارې داسې مهال په ټول افغانستان او د راستنېدونکو افغانانو ترمنځ د ناروغیو د زیاتوالي خبره کوي چې تازه راستانه شوي هم وايي، د کورنۍ غړي یې سختو ناروغیو نیولي او د درملنې لپاره یې پیسې هم نه‌لري.

د کونړ ولایت اوسېدونکی عمرخان له دوی یو دی چې وايي، ټوله کورنۍ یې ناروغه ده.

هغه وویل: "په کور کې ټولې ښځې داسې ناروغه شوي چې سر یې خوږېږي، پښې یې خوږېږي، کله یې مخونه ورسره وپړسېږي او ماشومان له یوه مخې ټول سینه بغل دي او ټوخی ورسره کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت راستانه شویو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند محمد یوسف احمدي د دوی تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون سره خبرو کې ادعا کړې چې د روغتیا په برخه کې د ټاکل شوې کمېټې له لوري راستانه شویو کډوالو ته منظم روغتیايي خدمتونه رسول شوي دي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره بیا په بېړه اغېزمنو ته د روغتیايي مرستو په رسولو ټینګار کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG