د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د متقي او د ایراني ځانګړي استازي لیده کاته؛ پر سوداګرۍ او د کډوالو د ستونزو پر حل بحث شوی


ارشيف: له ايرانه ايستل شوي افغان کډوال
ارشيف: له ايرانه ايستل شوي افغان کډوال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران له بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي سره لیدلي.

په ایران کې پر افغان کډوالو د محدودیتونو د زیاتېدو په لړ کې، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.

د ایران رسمي خبري اژانسونو خبر ورکړی چې د امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي تر منځ غونډه یکشنبه په تهران کې وشوه.

د مهر نیمه دولتي خبري اژانس په حواله په دې ناسته کې دواړو خواوو د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د یو میکانیزم په رامنځته کولو بحث کړی.

د مهر په رپوټ کې جزییات نه دي یاد شوي چې د څه ډول میکانیزم له مخې به د افغان کډوالو ستونزې هوارېږي.

د راپور په اساس متقي او قمي همدارنګه ټینګار کړی چې د سیمې په کچه د تماس ډلې رامنځته او د افغانستان د ستونزو په هواري بحثونه وشي.

ایران ادعا کوي چې تل یې د داسې نوښتونو ملاتړ کړی چې هدف یې د افغانستان د ستونزو هواری دی.

متقي چې د ایران په کوربه توب د فلسطین په تړاو په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران تللی هلته یې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان او ایران ترمنځ په سیاسي، اقتصادې، تجارتي او ټرانزیټي اړیکو کې د لا پیاوړتیا په هدف د مؤثرو اقداماتو یادونه وکړه.

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي

د اعلامیې په اساس متقي په ایران کې د افغان بندیانو او کډوالو د وضعیت او ستونزو د حل په هدف د ایران د بهرنیو چارو له وزیر مفصلي خبري کړي چې د یادو مواردو په اړه هغه د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

متقي داسې وخت له ایراني لوري سره پر افغان کډوالو او اړوندو ستونزو بحث کړی چې په ایران کې افغانان ورځ تر بلې له سختیو سره مخ کېږي.

ایران ویلي، هلته مېشت بې اسناده افغان کډوال باسي.

د راپورونو له مخې له ایرانه سږ کال لږ تر لږه ۴ سوه زره افغانان را ستانه شوي چې په کې شاوخوا نیمایي برخه په زور ایستل شوي.

په دې سربېره چې ایران د بې اسناده افغانانو د ستنولو بهیر مخته وړي هلته د مېشتو افغانانو په وړاندې ستونزې هم په زیاتېدو دي.

په تر ټولو وروستي اقدام کې د ایران د ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د همدې ډسمبر له پيله راهیسې د ایران ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو سفر، هستوګنه او کاروبار ناقانونه اعلان شوی.

د دې پرېکړې په اساس لوېدیځ او ختیځ اذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، ګیلان، مازندران، سیستان او بلوچستان له هغو ولایتونو دي چې د افغانانو هستوګنه په کې منع ده.

د وچې ډوډۍ او ماشومانو ته د وچو شیدو په برخه کې هم پر افغان کډوالو یو لړ محدودیتونه لګول شوي.

یوه افغان کډوال وویل: "زه د دریو میاشتو لپاره راغلې یم. ته غواړې چې زما ماشوم مړ شې چې شیدې نه راکوې؟ که غواړې چې زما ماشوم مړ شي خو ته هم یو انسان یې او زه هم. زه خو یې وړیا نه غواړم پیسې درکوم."

دا په تهران کې د یوې افغانې مېرمنې خبرې وې چې د اکټوبر په میاشت کې ایرانی پلورونکی د ماشوم لپاره وچې شیدې نه پرې خرڅوي.

د ایران د روغتیا وزارت د پرېکړې له مخې د وچو شیدو د ترلاسه کولو لپاره باید د افغانانو په شمول ټول کډوال د ماشوم د زېږون سند، ملي کوډ، د مور او پلار نکاحنامه او ځینې نور اسناد وړاندې کړي.

که څه هم ایراني چارواکي د ډېرو لوړو شمېرو ادعا لري خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ایران څانګې د راپور په اساس دا هېواد د لږ تر لږه یو میلیون او یو لکه افغانانو کوربه دی.

په دې ډله کې پنځه لکه بې اسناده افغانان هم شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG