د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د خوړو نړیوال سازمان: افغانستان کې له هرو ۳ کسانو ۱ یې وږی ویدیږي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د ډسمبر په ۲۶مه په خپل ايکس‌پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې له هرو درېیو کسانو څخه یو یې د شپې وږی ويدیږي.

ياد شوي پروګرام دا هم ویلي چې ژمی د میلیونونو افغانانو لپاره ستونزمن دی، ځکه د هوا له سړېدو سخت اغېزمن شوي دي.

ډبليو‌اف‌پي په خپله ايکس‌پاڼه کې د يوې ويډيو په خپرولو سره لیکلي چې هڅه کوي په ټول افغانستان کې اړمنو خلکو ته خوراکي توکي ورسوي، خو د واورې ورېدو له امله په لیرو پرتو سیمو کې لارې بندې دي.

دغه سازمان همد اراز ټینګار کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې به د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۱۰ میلیونو اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې کمې کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر خلک وايي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

مېرمن قادري چې د پروان اوسېدونکې او د څلورو ماشومانو مور ده، وايي د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو پر کار له بنديز مخکې يې د دغه ولايت په يوه دولتي اداره کې کار کاوه، خو اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند کوي.

هغې ازادي راډيو ته وویل چې خاوند یې د عصبي ناروغۍ له امله له ۱۵ کلونو راهیسې د کار کولو توان نه‌لري.

مېرمن قادري وایي:

" په کور کې له خپلو څلورو ماشومانو او مېړه سره شپږ تنه ژوند کوو. تر اوسه مو سون‌وتکي نه‌دي پېرلي. يوازې يوه بوجۍ د ډبرو سکاره چې زموږ د خپلوانو له ډلې يو چا موږ سره مرسته کړې، کار ترې اخلو. زما بچيان که وتوانېدل او يو کار يې وکړ، يوه مړۍ ډوډۍ يې پيدا کړه خورو يې، که کوم کار يې پيدا نه‌کړ، همدلته کېنو، توکل په خدای."

تصویر له ارشیفه: ننګرهار کې د بشري مرستو په تمه ناستې یو شمېر مېرمنې
تصویر له ارشیفه: ننګرهار کې د بشري مرستو په تمه ناستې یو شمېر مېرمنې

د کابل اوسېدونکې دنيا عطايي هم ازادي راډيو ته وويل:

"ما د خپلو ماشومانو د خرڅ لپاره، خپل توکي او وسايل خرڅ کړل، اوس د ژمي لپاره د سون‌توکي نه‌لرم. موږ سره د مرستې لپاره له نړيوالو د مرستې غوښتنه وکړئ، موږ ډېرو شيانو ته اړتيا لرو. خوړو ته او سون‌توکو ته اړتيا لرو."

تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان په وار وار د افغانستان د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت او د ژمي په موسم کې د دوی د ژوند له سختېدو اندېښنه ښودلې وه.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته یو شمېر خلکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې په وار- وار د بې‌کارۍ او بېوزلۍ له زیاتوالي شکایت کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم په دې وروستیو کې راپور ورکړ چې په افغانستان کې له ۲۹،۲ میلیونو څخه د زیاتو خلکو بشري مرستو ته د اړتیا ترڅنګ، له پاکستان او ایران څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو ایستل به د اړمنو کسانو شمېر زیات کړي.

دغه راز په هرات کې د اکټوبر په میاشت کې د خونړۍ زلزلې پېښېدو د ځاني او مالي زیانونو سربېره په دغه ولایت کې د اړو کسانو شمېر هم زیات کړی دی.

د روانې اوونۍ په پیل کې، اوچا په ۲۰۲۴ کې د افغانستان بشري اړتیاو ته د ځواب ورکولو پلان په خپرولو سره وویل چې د ۱۷،۲ ميلیون اړو خلکو سره د مرستې لپاره چې لومړيتوب ورکړل شوی، ۳،۶ ملیارد ډالرو بوديجې ته اړتيا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG