د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

ملګري ملتونه: په هرو دوو ساعتونو کې د زېږون پر مهال یوه افغانه مور مړه کېږي


ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې نوې زېږېدلی ماشوم
ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې نوې زېږېدلی ماشوم

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، افغانستان د هغه هېوادونو په ډله کې دی چې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې لوړه کچه لري.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال مړه کېږي.

فرانسې خبري اژانس په خپل یو راپور کې دا خبره د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي د ویاند سټیفن دوجاریک له قوله لیکلي چې نوموړي ویلي، دغه هېواد د زېږون پر مهال د میندو د مړینې لوړه کچه لري.

په راپور کې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې په برخه کې د افغانستان وضعیت خرابېدونکی بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

په افغانسان کې د ناروې د غیرانتفاعي کمېټې 'این ای سي' مشر تراجاواټر ډال ویلي چې د دې هېواد په لرو پرتو سیمو کې په هرو سل زو زېږونونو کې د پنځه زره میندو د مړینې شاهدان دي.

دا خبره هم د فرانسې د خبري اژانس په راپور کې راغلي چې ډال ویلي، د افغانستان په یو شمېر سیمو کې نارینه خپلې مېرمنې د زېږون پر مهال روغتون ته په شا وړي چې ځینې وختونه دغه مېرمنې د لارې په اوږدو کې ساه ورکوي.

د دغو مړینو لوی لامل اړینو روغتیايي اسانتیاوو ته د خلکو نه لاسرسی ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د سپټمبر په ۲۰مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یو راپور کې ویلي وو چې افغانستان په نړۍ کې د مور او ماشوم د مړینې تر ټولو لوړه شمېره لري.

دغه ادارې ویلي وو چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو د ښځنیه ډاکترانو او روغتیايي امکاناتو کمښت روغتیايي خدمتونو ته د مینو او ماشومانو لاسرسی محدود کړی دی.

د ارزګان د ولایتي روغتون د ښځو څانګه. ارشیف
د ارزګان د ولایتي روغتون د ښځو څانګه. ارشیف

اوچا دغه شان ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته د دغه هیواد روغتیايي سیستم تقریباً له منځه تللی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس هم په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو د روغتون یا 'ایم ایس ایف' د مسوولانو له قوله لیکلي چې په دې هېواد کې له پخوا راهیسې د امیندوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته د یوې مېرمنې لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی سخت و، خو اوس د دوی په ټکو دا چاره له پخوا لا ډېره پېچلې شوې ده.

یو شمېر افغان مېرمنې هم وايي چې د تېر په پرتله په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود شوی چې له امله یې د میندو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

د دایکندي ولایت یوه اوسېدونکې زرمینه چې څه موده وړاندې یې مور او ورور د زېږون پر مهال مړه شوي ازادي راډيو ته یې وویل: "مور مې او ماشوم یې د زېږون پر مهال مړه شول. په افغانستان کې دا ډول پېښې زیاتې شوي دي. اوسمهال چې فقر زیات شوی ډېری مېرمنې سوی تغذیه کېږي او د زېږون پرمهال مړې کېږي."

په همدې حال کې د نسايي او ولادي متخصصینو د ټولنې مشره نجم السما شفاجو وايي د زېږون پر مهال د مېندو او ماشومانو لوړه کچه د اندېښنې وړ ده.

دا وايي، فقر، په زېږون کې د وقفې نه مراعتول، د روغتیايي خدمتونو، امکاناتو او د نسايي ولادې د متخصصانو کمښت مهم لاملونه دي چې د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې زیاتوالی راغلی دی.

هغې وویل: "کومو ډاکترانو او قابله ګانو چې د مېرمنو د روغتیا لپاره کار کاوه ډېرې کمې شوي دي. د دې ترڅنګ یو شمېر د ولادي او نسايي برخې متخصصین له وطنه تللي او نور هم روان دي او دا طبعاً لامل کېږي کوم روغتیايي خدمتونه چې میندو ته وړاندې شي نه وړاندې کېږي او دا د زېږون پر مهال د میندو په مړینه مستقیم اثر لري او موږ به دې برخه کې ورځ تر بلې د میندو د مړینو د کچې د لوړېدو شاهدان یوو."

ارشیف: د هرات په روغتون کې د نسايي او ولادي څانګې یوه څنډه
ارشیف: د هرات په روغتون کې د نسايي او ولادي څانګې یوه څنډه

د طالبانو حکوکت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د روان کال په سپټمبر میاشت کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد په کابل کې د یو خصوصي روغتون د پرانیستې په مراسمو کې ادعا کړې وه چې دا مهال په افغانستان کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې په شمېر کې کموالی راغلی دی.

نوموړي ویلي وو چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د زېږون پر مهال له پنځه سوه د ډېرو میندو او ماشومانو مړینه ثبت شوې وه، خو په روان ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر ۲۵۰ ته راټیټ شوی دی.

د یادونې ده چې د طالبانو د حکومت له لوري د بهرنیو ادارو په افغان ښځینه کارکوونکو د کار د بندیز له محدودیت وروسته له افغانستان سره د بهرنیو مرستندویه موسسو مرستې کمې شوي دي، چې د افغانستان په روغتیايي سکتور کې اغېز کړی دی.

وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په خپل ایکس شبکه خبرداری ورکړی و چې که لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي په افغانستان کې به سږ کال په میلیونونو کسان له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.

دغه ادارې ویلي وو چې ۳،۷ میلیون وګړي به د ژوند ژغورنې له لومړنیو او دغه شان به ۲۹۶ زره امیندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې او د دوی ماشومان د زېږون او له زېږون وروسته له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG