د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ته د نړۍ د غوره وزیر جایزه ورکړل شوې


ارشیف، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز
ارشیف، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مثبت بدلونونه د دې لامل شول چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ته د نړۍ د غوره وزیر جایزه ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د واکسینو تطبیق، د مور او ماشوم په مړینه کې کموالی او ۹۰ سلنه خلکو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له هغو مسایلو دي چې د روغتیا وزیر یې له امله د نړۍ په کچه د غوره وزیر جایزه واخیسته.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه یوې کمېټې له څېړنو وروسته ښاغلي فیروز ته دغه جایزه ورکړه.

نوموړي وویل:

"د تېرو کلونو په پرتله په هېواد کې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ډېر شوی، دغې مسئلې د مور او ماشوم د مړینې د کچې په کمېدو کې خپل رول درلود، دغه شان په هېواد کې په بریالیتوب سره د واکسین پروګرام پلي کول چې یوازې تېر کال نږدې یو میليون ماشومان په کې واکسین شول، له هغو لاسته راوړنو دي چې کمېټې په دې برخو کې څېړنه کړې او کتلي یې دي چې څومره بدلونونه راغلي دي، د همدغه معیار پر بنسټ یې ښاغلي فیروز ته د غوره وزیر جایزه ورکړه."

د غوره وزیر جایزه هغو وزیرانو ته ورکول کېږي چې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې غوره خدمتونه وړاندې کړي وي.

د جایزې ورکوونکې کمېټې ویلي، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ته د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راټيټولو او د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د پراختیا له امله دغه جایزه ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې لاهم د هېواد په لرو پرتو سيمو کې خلک روغتیايي خدمتونو ته لارسرسی نه لري او شکایت لري.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وضعيت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې ۴۰ سلنه افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

خو د افغاني سرې مياشتې ټولنې سکرتر جنرال ډاکتر نيلاب مبارز بیا تر دې مخکې ویلي چې د روغتیايي خدمتونو د ظرفیت لوړېدو او د روغتونونو په زیاتېدو سره د زړه په سوري د اخته ۴۰ سلنه ماشومانو درملنه دننه په هېواد کې کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه وزارت د روږدو کسانو د راټولولو او ورته د درملنې د امکاناتو برابرولو په برخه کې هم لاسته راوړنې درلودې.

په ورته وخت کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا له غونډې مخکي رسنیو ته وویل، د روغتیا وزیر ته د جایزې ورکړه په دې معنا نه ده چې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د رسولو په برخه کې ستونزې حل شوي دي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

دی وایي:

"دا د افغانستان خلکو ته د ویاړ ځای دی چې روغتیا وزیر د نړۍ په کچه د غوره وزیر جایزه اخلي ، دې ادارې د خپلو څېړنو په اساس دا جایزه ورکړې ده، خو دا په دې معنا نه ده چې د هېواد ستونزې هوارې شوي، دا په دې معنا ده چې کوم امکانات چې د دولت په واک کې ورکړل شوي، ورڅخه په دغه وزارت کې ښه کار اخیستل شوی دی."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د نړۍ د غوره وزیر د جایزې لپاره د افغان حکومت له لوري معرفي شوی و.

دغې جایزې ته له ۱۳۰ هېوادونو ۴۰۰۰ وزیران نوماندان وو.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG