د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د امریکا د سولې انسټېټیوټ: د افغانستان اقتصاد د له‌منځه تلو په حال کې دی


ارشیف: په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان.
ارشیف: په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان.

د امریکا متحده‌ایالاتو د سولې انسټېټیوټ وايي، د افغانستان اقتصاد د له‌منځه تلو په حال کې دی.

د امریکا متحده‌ایالاتو د سولې انسټېټیوټ وايي، د افغانستان اقتصاد چې له وړاندې کړکېچن و، اوس بیخي د زوال پر لور روان دی.

دې انسټېټیوټ په یوه نوي راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي، ډېری افغان کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د لاس‌ته راوړو لپاره مبارزه کوي، ډېرې ښځې له کارونو ایستل شوي او د دې ستونزو سربېره د نفوس زیاتوالی او له پاکستانه د افغان کډوالو ویستل د اوږدې مودې لپاره بشري اړتیاوې لا پسې زیاتوي.

د امریکا متحده‌ایالاتو د سولې انسټېټیوټ په خپل راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د دوو راپورونو شننه هم وړاندې کړي او د خپلو دوو تحلیل‌ګرانو له قوله زیاتوي، په تېر کال کې د اقتصادي ثبات د ځینو نښو سره سره، اقتصاد کمزوری پاتې دی او نه‌شي کولای د مخ په زیاتېدونکي نفوس لپاره اړینې دندې او د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وړاندې یې ویاندویانو تاکید کړی چې د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

خو د امریکا متحده‌ایالاتو د سولې انسټېټیوټ راپور کې د دې انسټېټیوټ د یو تحلیلګر ویلیم بیرډ له قوله لیکل شوي، په افغانستان کې بې‌روزګاري زیاته شوې او کم‌کاري هم مخ‌ په ډېرېدو ده.

د نیمروز پر یوه سړک سوالګرې مېرمنې. September 07 2023
د نیمروز پر یوه سړک سوالګرې مېرمنې. September 07 2023

هغه وايي، د بې‌وزلۍ کچه ډېره لوړه ده او ډېر شمېر افغانان لا هم د خپلو لومړنیو خوراکي اړتیاوو د پیدا کولو توان نه‌‌لري.

د امریکا متحده‌ایالاتو د سولې انسټېټیوټ په راپور کې له افغانستان سره بهرنیو مرستو ته هم اشاره شوې او لیکي، دا مرستې چې په ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۳ میلیارډه ډالر وې په ۲۰۲۳ کال کې سمې نیمايي کمې شوي.

په راپور کې د طالبانو د حکومت ‌له‌خوا بزګرانو ته د بدیل معیشت پروګرام پرته د کوکنارو په کښت بندیز د کلیوالو کورنیو د عاید ټیټو لامل ګڼل شوی او لیکي، دا بندیز به د هغوی ۱ میلیارډ ډالرو څخه ډېر عاید را کم کړي چې یوازې به فقر او محرومیت نور هم زیات کړي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په درېیمه د کوکنارو کښت منع اعلان کړ.

د کوکنارو کروندې. 03 April 2022
د کوکنارو کروندې. 03 April 2022

د امریکا متحده‌ایالاتو د سولې انسټېټیوټ له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل یوه بله لویه ننګونه بولي او وايي، دا وضعیت به د دې هېواد مالي کړکېچ لا پسې زیات کړي.

دې انسټېټیوټ د افغانستان د لویو اقتصادي عواملو په اړه لیکلي چې دا هېواد له انفلاسیون سره مخ دی، داسې مهال چې طالبان ورته خوشحال دي چې ګنې بیې به راټیټې شي، خو امریکا متحده‌ایالاتو د سولې انسټېټیوټ له قوله، دا بد خبر دی، ځکه چې دا حالت د ټولیز اقتصاد ارزښت راټیټوي، ‌بې‌روزګاري زیاتوي او د دولت عواید به را کم کړي.

په دې راپور کې د افغانستان د صادراتو وده هم کمزورې بلل شوې او د عوایدو په کمېدو سره د مالیاتو د کمېدو یادونه هم شوې.

د امریکا متحده‌ایالاتو د سولې انسټېټیوټ په راپور کې د طالبانو حکومت له‌خوا د ښځو کار بندیز ته هم اشاره شوې چې له قوله یې، د افغانستان اقتصاد ته یې سخته ضربه ورکړې ده.

په راپور کې زیاته شوې، د طالبانو بندیزونه په خصوصي سکټور کې د ښځو په دندو بشپړ بندیز لګوي.

په راپور کې یوازې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو د سینګارتونونو بندیز ته اشاره شوې چې لږ تر لږه یې ۶۰ زره ښځې له کار بې‌برخې کړي.

د طالبانو حکومت بیا په محدودو ادارو کې ښځو ته د کار له اجازې پرته، د دوی له کار بندیز دفاع کړې او وايي، دا پرېکړه یې د شرعي اصولو پر بنسټ کړې.

دا په داسې حال کې ده چې پرون یو شمېر بې‌وزله افغانانو ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي و چې له سختې بې کارۍ سره مخ دي او اقتصادي وضعیت تر بلې خرابېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG