د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۷

یو شمېر کابل ښاریان: ډالر ارزان شوي، خو خوراکي او سون توکي هماغسې ګران دي


تصویر له ارشیفه، د کابل ښار د منډیي کوڅه
تصویر له ارشیفه، د کابل ښار د منډیي کوڅه

په داسې حال کې چې په تېرو څو ورځو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه رالوېدلې، د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، له دې سره سره د خوراکي توکو، تېلو او ګازو بیې نه دي راټيټې شوې.

یو له دوی څخه احمد ازادي راډیو ته وویل:

" په ورځنیو بازارونو کې داسې ځای نشته، چې بيې ټيټې شوي وي، د مثال په ډول: یو لیتر تېل ٧٤ یا ٨٧ افغانۍ دی، یو کیلو ګاز په ٧٠ افغانۍ دی، او همداسې نور شيان لکه: بوره، غوړي، اوړه. کله چې د ډالرو بيه لوړه شي، نو دوکانداران هم د هر شي بيه لوړوي ، خو که بيه يې ټيټه شي بیې نه تیټوي."

د کابل بل اوسېدونکی عبدالقادر هم ورته شکایت لري او د طالبانو له حکومته غواړي چې پر بازارونو کنټرول ولري.

هغه وایي:

" د اړونده مسولینو څخه غواړو، چې دې برخې ته دې پاملرنه وکړي، نرخونه کنټرول کړي، مونږ له جدي ستونزو سره مخ یو، د خوراکي توکو برابرول مونږ ته ډیر ستونزمن دي، موږ د ورځې ٢ یا ٣ سوه افغانۍ کار کوو، چې هیڅ هم نه کیږي."

انیسه هم له یادې ستونزې شکایت کوي او وایي:

" کله چې زه د دولت کارکوونکې وم، زما عاید په افغانۍ و، ډالر قیمته و. اوس چې زه جیره خوره شوې یم او بهر څخه زما د مصرف لپاره یو څه ډالر راليږل کیږي، فکر وکړئ خاورو سره برابر شوي او اوس افغانۍ ارزښت پیدا کړی."

د کابل د سرای شهزاده د یو شمېر صرافانو د معلوماتو له مخې، نن یکشنبه، یو امریکايي ډالر په ۷۳،۹۰ افغانیو بدلېده.

د کابل یو صراف او امریکایي ډالر - ارشیف
د کابل یو صراف او امریکایي ډالر - ارشیف

د اګسټ په لومړۍ نېټه، د افغانۍ پر وړاندې د یوه ډالر ارزښت ۸۵ افغانۍ و، چې تر اوسه څو ځلې ټیټ او لوړ شوی دی.

د کابل ښار يو دوکاندار رفيع الله وايي، چې ده او نورو ډېرو هټيوالو پخوا خپل توکي په لوړه بيه پېرلي او اړ دي، چې په هماغه بيه يې وپلوري.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

" هغه مالونه چې مونږ په لوړې بيې اخیستي، تر اوسه نه دې پلورل شوي، کله چې د دالرو بيه راټیټه شي، مونږ نشو کولای هغه مالونه مو چې په لوړه بیه اخیستي په ټيټه بيه وپلورو."

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې بلومبرګ نشریې د یو راپور په خپرولو سره ویلي وو، چې د افغانیو ارزښت د نړۍ په درجه بندۍ کې درېیم مقام خپل کړی.

په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانیو ارزښت ۹ سلنه لوړ شوی او په ټولیز ډول سږ کال د افغانۍ ارزښت ۱۴ سلنه وده کړې.

بلومبرګ زیاته کړې، چې د میلیاردونو ډالرو بشري مرستو راتلل او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالی، د نړۍ په درجه بندۍ کې د افغانیو د ارزښت د لوړیدو اصلي لاملونه دي.

نړیوال بانک هم د جولای په ۳۱ د یوه راپور په خپرولو ویلي، چې افغانستان ته په اوونۍ کې د ۴۰ میلیونو ډالرو بشري مرستو را رسیدل، د افغانیو د ارزښت په ثبات کې اغېز لري.

د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان، د سوداګرۍ د توازن، د خلکو د پېرودنې د ځواک کمېدل، د وارداتو کموالی، د کانونو په ګډون د صادراتو زیاتوالی او د افغانستان په ټولو سیمو کې په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخنیوی د افغانیو د ثبات په ساتلو کې اغېزمن بولي.

اقتصادي کارپوه، اذرخش حافظي
اقتصادي کارپوه، اذرخش حافظي

یو له دغو پوهانو، اذرخش حافظي ازادي راډيو ته وویل:

" یوازې د پیسو ثبات، بیکاري او بې وزلۍ له مینځه نه وړي، یوازینی اغېز یې دا دی چې د پیسو پړسوب په هیواد کې راټیټیږي او بيې نه لوړیږي، خو کله چې پیسې او کار نه وي، چې له امله یې د افغانستان وګړي ثابت عاید ولري، لوږه او بې وزلي په خپل ځای پاتې کیږي."

هغه زياته کړه، له هغه ځايه چې وارداتي توکي په ډالرو اخيستل کېږي، نو که د افغانۍ بيه راټيټه شي، بيې لوړېږي او پړسوب به هم لوړ شي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد شاوخوا څلور مياشتې وړاندې ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې د پیسو د پړسوب کچه منفي يو ته رسېدلې او په دغه هېواد کې د خوراکي توکو بيې د ډېرو پرمختللو هېوادونو په پرتله ټيټې دي.

یو شمیر زیات افغانان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په تېرو دوو کلونو کې د عاید له کموالي او بېکارۍ څخه شکایت کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG