د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې ۱۹،۲ ملیونه ډالره مرسته ترلاسه کړه


ارشیف، د افغانستان بانک کې یو شمېر طالب مسؤلین د ترلاسه شویو ډالرو د حساب کتاب پر مهال
ارشیف، د افغانستان بانک کې یو شمېر طالب مسؤلین د ترلاسه شویو ډالرو د حساب کتاب پر مهال

په داسې حال کې چې نن د کابل په بازارونو کې د یوه ډالر بیه ۱۲۲ افغانیو ته لوړه شوې، د افغانستان بانک ویلي چې له نړیوالې ټولنې یې د ۱۹،۲ ملیونه امریکایي ډالرو نقده مرسته ترلاسه کړې.

د افغانستان بانک چارواکو په هغه اعلامیه کې چې تېره ورځ خپره شوې ویلي، د نړیوالو مرستو دغه درېیمه جوپه د افغانستان بانک په همکارۍ د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته انتقال شوې ده، خو په اعلامیه کې نه‌دي ویل شوي چې دا پیسې ولې د افغانستان نړیوال بانک ته انتقالېږي.

دا مالي مرستې له لوږې او بې‌وزلۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ورکول کېږي.

په هغه اعلامیه کې چې د افغانستان بانک په رسمي سایټ کې خپره شوې، د دغه بانک چارواکو هیله ښودلې چې د دغو مرستو په رارسېدو سره به د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو بیه مطلوب حالت ته ورسېږي.

د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

د دغو بشري مرستو لومړۍ چوپه چې ۱۶ ملیونه ډالره وه، د روان کال د قوس میاشتې په ۱۱مه د یوناما دفتر له لوري افغانستان ته راورسېده او دوهمه جوپه‌یې د قوس په ۱۶مه افغانستان ته وسپارل شوه، خو مقدار یې نه‌دی اعلان شوی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د لوږې او بې‌وزلۍ ناورین د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي.

یو له دغو بې‌وزلۍ ځپلو سونیتا چې د پنځو ماشومانو مور ده وايي، د لوږې او بې‌وزلۍ له امله له ژونده ستړې شوې.

سونیتا چې کونډه ده، په کرایي کور کې اوسېږي او د خلکو په کورونو کې د کار او پخلي په بدل کې په ترلاسه شویو پیسو د خپلې کورنۍ لپاره خواړه برابروي.

دا وایي، اوس خلک ورته د کور د کار لپاره ډېره کمه بلنه ورکوي او د کار کمېدو د دې مالي عاید راکم کړی، له همدې امله خپلو ماشومانو ته په ماړه نس ډوډۍ نه‌شي ورکولای.

ارشیف، افغانستان کې یوه بې‌وزله بې‌ځایه شوې کورنۍ
ارشیف، افغانستان کې یوه بې‌وزله بې‌ځایه شوې کورنۍ

د سونیتا په خبره چې په اوونۍ کې څو شپې داسې راځي چې د خوړو د نشتوالي له امله له خپلو ماشومانو سره تش نس ویده کېږي.

دا زیاتوي: "د خلکو کورونو ته ځم او کالي یې مینځم، دوه-درې سوه افغانۍ راکوي او په هغو خپلو ماشومانو ته خواړه رانیسم، د کور څېښتن په کرایې پسې راځي، خو زه‌یې نه‌شم ورکولای، بیا بله ورځ راشي، بالاخره هغه بله ورځ‌یې راته وویل چې که د کور کرایه نه‌شې ورکولای، نو له کوره ووځه."

د لوږې او بې‌وزلۍ کیسه د هرې ورځې په تېرېدلو سره په افغانستان کې پراخېږي.

د طالبانو حکومت په پیل سره له یوې خوا د وزګارتیا زیاتېدو او له بلې خوا د خوراکي توکو د بیو لوړېدو افغانستان له یوه ستر بشري ناورین سره مخ کړی دی.

د کابل اوسېدونکی مصطفی الفت وایي، سوداګر دوی ته وایي چې د خوراکي توکو بیې یې ځکه لوړې کړي چې همدا توکي په بهر کې په ډالرو رانیسي، خو افغانستان کې ډالر کم شوي.

الفت وايي: "دا چې د ډالرو بیه د هر بل وخت په پرتله لوړه شوې، نو افغان سوداګر خوراکي او غیر خوراکي توکي له بهره په ډالرو راواردوي، نو همدا وجه ده چې د ټولو توکو بیه لوړه شوې او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

د صرافیو مارکېټ شهزاده سرای
د صرافیو مارکېټ شهزاده سرای

دا په داسې حال کې ده چې د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه په تېرو ۲۰ کلونو کې دا مهال په بې‌ساري ډول لوړه شوې.

د افغانیو په وړاندې د ډالر بیه چې د طالبانو تر حکومت دمخه له ۸۰ افغانیو نه‌لوړېده، اوس د هر ډالر بیه څه باندې ۱۲۲ افغانیو ته رسېدلې او هره شېبه د بدلون په حال کې ده.

د افغانستان د صرافانو سراسري شورا مرستیال حاجي دادګل له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ډالرو بیې لوړېدو لامل ډالرو ته د خلکو د تقاضا ډېرېدل بولي او وایي چې دوی د ډالرو د بیې مدیریت لپاره خپل وړاندیزونه د افغانستان بانک ته سپارلي دي.

حاجي دادګل وویل: "نرخونه معمولاً د عرضې او تقاضا پر بنسټ ټاکل کېږي. ډالرو ته تقاضا ډېره لوړه ده. موږ د افغانیو د نرځ ثابت ساتلو لپاره خپل وړاندیزونه د افغانستان بانک ته سپارلي او د افغانستان بانک ژمنه کړې چې ډېر ژر به‌یې د حل لپاره اقدام وکړي."

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر خپل ټویټر د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیې لوړېدو لامل د بانکي نظام سقوط او په ازاده توګه د بهرنیو اسعارو د تبادلې مخنیوی بللی او ویلي دي چې "د افغانیو د بیې ټیټېدل به همداسې دوام وکړي، مګر دا چې دا ډله (طالبان) له خپل ضد څخه لاس واخلي او د وضعیت د ښه کېدو لپاره د خلکو ارادې ته غاړه کېږدي."

د افغانستان مخکېني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغانستان مخکېني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ډالر بیې لوړېدو او دغه‌شان د پخواني جمهور رئیس د مرستیال د څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت نوی دریځ راواخلي، خو له ډېرو هڅو سره سره د طالبانو حکومت ویاندویانو ځواب ورنه‌کړ.

سربېره پر دې، د ناورین د مدیریت په برخه کې د اروپایي ټولنې کمېشنر د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې کابل ته د مرستو د یوې بلې جوپې د رسېدو خبر ورکړ.

د ده په خبره، اروپایي ټولنې او شریکانو یې په روان میلادي کال کې له افغانستان سره د ۲۸۰ ټنه خوراکي توکو، درملو او له 'کووېډ-۱۹' سره د مبارزې لپاره د وسایلو مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG