د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

نړیوال بانک: افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د لېږد پرېکړه وشوه 


د نړیوال بانک لوګو
د نړیوال بانک لوګو

نړیوال بانک اعلان کړی چې مرسته کوونکو تایید کړې چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ دې ۲۸۰ میلیونه ډالر افغانستان ته انتقال شي.

دغه بانک ویلي چې دا پیسې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه مرسته کوونکو ادارو ته ورکول کېږي چې بشري ناورین سره مبارزه وشي.

دا د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق د کنګل شوېو پیسو له ډلې دي چې د نړیوال بانک په خبره د همدې روان زیږدیز کال تر پایه، یعنې نژدې یوې میاشتې پورې به افغانستان ته ورسیږي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه د نړیوال بانک په حواله لیکلي چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف او د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو.ایف.پي ته ورکول شي.

نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې صندق د مدیریت چارې سمبالوي.

د خلاصو شوېو پیسو له حسابه ۱۸۰ میلیونه ډالر د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې د خوړو پر خوندیتوب او د خوارځواکۍ پر مخنیوي یې مصرف کړي.

پاتې سل ۱۰۰ میلیونه ډالره نورې پیسې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق ته ورکول کېږي چې اساسي روغتیایي خدمتونه پرې برابر کړي.

نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې ویلي چې یونیسف به پر دغو پیسو دولس نیم میلیونه افغانانو ته لومړني او اساسي روغتیایي خدمتونه ورسوي او یو میلیون کسان به واکسین کړي.

د اعلامیې له مخې د خوړو نړیوال پروګرام به له ورکړل شوېو پیسو څخه ۲ میلیونه او ۷ لکه کسانو ته د خوړو مرسته برابره کړي او د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره به هم نژدې ۸۴ زره مېندو او ماشومانو سره مرسته وکړي.

نړیوال بانک ویلي، د افغانستان د بیارغونې صندق له مالي ملاتړ کوونکو سره کار کوي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره نورې پیسې هم ازادې کړي.

د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق یو میلیارد او پنځه سوه میلیونه ډالره شتمني درلوده چې کابل ته د طالبانو په راتګ کنګل شوه.

پر دې سربیره امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالره نوره پانګه هم کنګل کړې چې افغانستان کې يې نغدې پیسې کمې او مالي او بانکي چارې یې له ستونزو سره مخامخې کړي دي.

افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د انتقال خبره داسې مهال کېږي چې ملګرو ملتونو ویلي، دغه هېواد کې ۲۳ میلیونه کسان چې د نفوس ۵۵ فیصده برخه جوړوي، له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امریکا د دغو پیسو د لېږد له پریکړې مخکې ویلي چې پر دې کار کوم اعتراض نه لري.

د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې ټولشمونه او پراخ بنسټه حکومت جوړ او بشري او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

طالبان بیا ادعا کوي چې حکومت یې ټولشموله دی او د ښځو حقونو ته هم درناوی لري.

د چارو کتوونکي بیا وایي، د طالبانو حکومت له قومي پلوه ممکن ټولشموله وبلل شي، خو له فکري او سیاسي پلوه نه.

دوی وایي، طالبانو میلیونونه نجونې له ښونځیو او پوهنتونونو بې برخې کړي او د اکثرو ادارو ښځینه کارکوونکې یې پر کورونو کینولي دي.

XS
SM
MD
LG