د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

افغانستان ته له امریکا د پیسو د لېږد اجازه؛ طالبان وايي دا د دوحې د غونډو پایله ده


ارشیف، د افغانستان بانک کې ځیني طالب مسؤلین د ورسپارل شویو پیسو د حساب کتاب پر مهال
ارشیف، د افغانستان بانک کې ځیني طالب مسؤلین د ورسپارل شویو پیسو د حساب کتاب پر مهال

د اقتصادي بندیزونو نرمښت؛ له طالبانو سره د اړیکو نږدېوالی، که افغانستان کې د بشري ناورین د پراخېدو د مخنیوي هڅه.

د طالبانو حکومت د امریکا متحده ایالاتو هغه پرېکړه ستايي او هرکلی یې کوي چې د یوه جواز په صادرولو سره‌یې افغانستان ته د پیسو د لېږد رالېږد اجازه ورکړې ده.

د امریکا د خزانې وزارت د لیندۍ په ۱۹مه په دې اړه یو عمومي جواز صادر کړ او دا اجازه‌یې هم ورکړه، هغه خلک او مؤسسې چې د پیسو د استولو په چاره کې دخیل دي، پر طالبانو د امریکا له بندیزونو معافېږي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې دا یو پرمختګ بللی، ترې یې ستاینه کړې او هیله ښيي چې افغانانو ته د نړیوال بانکي نظام ټولو برخو ته د لاسرسي حق ورکړل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي یوه اعلامیه کې چې نن سهار یې خپره کړه لیکلي "د امریکا د مالیې وزارت له‌خوا بانکونو ته شپاړسم جنرل لایسنس صادرول یو ښه اقدام دی چې اوس بهر مېشتي افغانان کولای شي خپلو کورنیو ته د ویسټرن یونین، مني‌ګرام او نورو بانکي لارو پیسې ولېږي."

که څه هم امریکا د دې پرېکړې لامل په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي هڅه بللې، خو طالبان‌یې بیا په دوحه کې له نړیوالې ټولنې او متحده ایالاتو سره د خپلو غونډو او بحثونو پایله بولي.

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: "ټولو مواردو باندې وروستیو کې موږ دوحه کې بحثونه درلودل او ژمنې هم شوې وې. موږ د دې ډول ګامونو هرکلی کوو. دا هم وایو چې دا ډول نورې پرېکړې هم باید وشي، څو باور جوړ شي او بحران او ستونزې هم حل کړي. دا به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ډېر ګټور ثابت شي."

ذبیح‌الله مجاهد بیا د امریکا دا پرېکړه په دوحه کې له نړیوالې ټولنې او امریکا سره د شویو بحثونو نتیجه بولي.
ذبیح‌الله مجاهد بیا د امریکا دا پرېکړه په دوحه کې له نړیوالې ټولنې او امریکا سره د شویو بحثونو نتیجه بولي.

خو د امریکا خزانې وزارت وړاندې ویلي، د افغانستان د روان اقتصادي مصیبت لامل پر طالبانو د امریکا بندیزونه نه‌دي او دا جواز هم د دې حالت په حل کې کومه مرسته نه‌شي کولای.

نړیوال بانک هم پرون اعلان وکړ چې مرسته کوونکو تأیید کړې چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ دې ۲۸۰ ملیونه ډالر دې هېواد ته ولېږدول شي.

دا د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق د کنګل شویو پیسو برخه ده چې د نړیوال بانک په خبره د روان زېږدیز کال تر پایه، یعنې نږدې یوې میاشتې پورې به افغانستان ته ورسېږي.

دا پیسې به د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) او د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو‌ اېف ‌پي) ته ورکول شي چې بشري ناورین سره مبارزه وشي.

خو پوښتنه دلته ده چې ایا د اقتصادي بندیزونو دا نرمښت له طالبانو سره د امریکا او نړیوالې ټولنې د اړیکو نږدې کېدل دي او که په افغانستان کې د بشري ناورین د پراخېدو د مخنیوي هڅه؟

شنونکی شفیق همدرد د همدې پوښتنې په ځواب وايي: "د امریکا د متحده ایالاتو له‌خوا افغانستان ته د پیسو پر لېږد او د نړیوال بانک له‌خوا افغانستان سره د ۲۸۰ ملیون ډالرو مرسته به، ونه‌شي کولای افغانستان کې د اقتصادي بحران مخنیوی وکړي. زه فکر نه‌کوم چې دا کارونه دې د افغانستان د رسمیت پېژندنې په معنی وي. ځکه امریکا او نړیواله ټولنه لا هم د اوسنیو چارواکو په ژمنو مطمئن نه‌دي."

شفیق همدرد
شفیق همدرد

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ ۲۱ اسلامي هېوادونو چې د اسلامي همکارۍ سازمان غړي دي، یوه اعلامیه کې له نړیوالو غوښتي چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.

اعلامیه چې پرون له غرمې وروسته خپره شوه، په‌کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې او زیاتوي، په‌کار ده چې د افغانانو لاسنیوی وشي.

په همدې حال کې، بریتانیا تازه اعلان کړی چې له افغانستان سره ۷۵ ملیون پونډه مرسته کوي.

له دې سره به په روان کال کې له افغانستان سره د بریتانیا مالي مرسته ۲۸۶ ملیون پونډو ته ورسېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا پیسې به د خوراکي توکو، روغتیايي تجهیزاتو او درملو، اوبو او د سرپناه په برخه کې مصرف شي.

دا پیسې به هم د طالبانو حکومت ته ورنه‌کړل شي ځکه چې نړیوال‌یې په رسمیت نه‌پېژني.

ټاکل شوې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام او نورې مرستندویې مؤسسې په دې پیسو افغانانو ته بشري مرستې ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG