د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د بشري ناورین اندېښنه؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته ۴،۵ میلیارده ډالره مرسته غوښتې


ارشیف، د ملګرو ملتونو یوه عمومي غونډه
ارشیف، د ملګرو ملتونو یوه عمومي غونډه

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ زیاتېدو او د احتمالي بشري ناورین رامنځته کېدو ته د اندېښنو په ترڅ کې ملګرو ملتونو له دغه هېواد سره د بشري مرستو په هدف د څلور نیم میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

دا اندازه پیسې د هغو ۴۱ میلیارده ډالرو له ډلې دي چي ملګرو ملتونو یې په جګړه‌ځپلو او بې‌وزله هېوادونو کې د ۱۸۳ ملیونه کسانو د لاسنیوي په هدف غوښتنه کړې ده.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیټس په دې اړه خبریالانو ته وویل: "مرسته د انسانانو ژوند ژغوري، خو دا حل‌لاره نه‌ده. دا وضعیت مو په ډېرو هېوادونو کې کتلی دی. یوه تازه بېلګه افغانستان دی، هیله لرو چې په لومړنۍ بېړنۍ دوره کې د افغانستان خلکو ته مرستې ورسوو."

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې ۲۴ ملیونه کسان په افغانستان کې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ګریفیټس وویل، اوږدې شخړې، سیاسي بې‌ثباتۍ، ماتېدونکي اقتصادونه، اقلیمي بدلون او کرونا وبا په نړۍ کې نور هم د اړمنو کسانو شمېر زیاتوي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږی کوونکی مارتین ګریفیټس
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږی کوونکی مارتین ګریفیټس

دی زیاتوي: "موږ اټکل کوو چې ۲۰۲۲ کال کې به ۲۷۴ ملیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري، دا اړتیا د ۲۰۲۱ کال پرتله ۱۷ فیصده زیاته ده، د دې لپاره چې دغه وضعیت ته یوه نوې بڼه ورکړو، هدف مو دا دی چې د دې پروګرام له لارې ۱۸۳ ملیونه زیانمنېدونکو کسانو سره مرسته وکړو."

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې مرسته کوونکو هېوادونو ته ویلي، که چېرته دوامداره او بېړني ګامونه اوچت نه‌شي، ۲۰۲۲ کال کې به د غمیزې شاهدان واوسي.

په افغانستان کې د بشري وضعیت او اقتصادي سقوط په اړه اندېښنې وروسته تر دې په ډېرېدو شوې چې نږدې څلور میاشتې وړاندې په‌کې طالبان واک ته ورسېدل.

د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته د افغانستان شااوخوا نهه نیم میلیارده شتمني د امریکا په بانکونو کې کنګل شوه چې دې سره د افغانۍ ارزښت کم، بانکي معاملې ټکنۍ او نقدې پیسې کمې شوې.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي، دوی هڅه کوي چې د دې سازمان او نړیوال بانک له لارې افغانستان ته د پیسو د لېږد زمینه برابره کړي.

ارشیف، کابل کې په بانکونو کې حساب لرونکي د یوه بانک مخ ته راټول شوي چې خپلې پیسې وباسي، خو د بانکي سیستم د ګډوډېدو له امله د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې.
ارشیف، کابل کې په بانکونو کې حساب لرونکي د یوه بانک مخ ته راټول شوي چې خپلې پیسې وباسي، خو د بانکي سیستم د ګډوډېدو له امله د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې.

د مارتین ګریفیټس په خبره په افغانستان کې د نقدو پیسو نشتوالی د هر ډول خدمتونو په وړاندې ستر خنډ دی.

په همدې حال کې د افغانستان مرکزي بانک ویلي، له دغه هېواد سره د بشري مرستو په دوام د چهارشنبې په ورځ کابل ته ۱۶ ملیونه نقد ډالر ورسېدل.

افغانستان بانک پرون (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یوناما اړمنو افغانانو ته د نقدي او بشري مرستو مسؤلیت لري.

د افغانستان بانک خلکو ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به بانکي سیستم خپل عادي حالت ته بدل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG