د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

۱۰۰ ورځې؛ دې ورځو کې د افغانستان کړکېچ په اړه نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی


کابل کې وسله وال طالبان
کابل کې وسله وال طالبان

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو پرون سې شنبه سل ورځې پوره شوې، خو په دې سلو ورځو کې د افغانستان د اقتصادي، ټولنیز، بشري او سیاسي کړکېچ په اړه بېلابېلو ادارو خبرداری ورکړی دی.

د ناروې د کډوالۍ شورا مشر ین ایګیلنډ (Jan Egeland) پرون په خپل رسمي ټویټر کې وویل، د افغانستان د تېر حکومت د ړنګېدو سل ورځې پوره شوې او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د نفوس د ۶۰ فیصده برخې د لوږې اندازه په سختېدو ده.

ایګیلنډ ویلي، د خلکو بشري اړتیاوې د سختې وچکالۍ، د بیو لوړېدو او اقتصادي رکود له کبله لا سختې شوې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان پرون وویل، له بېړنۍ غوښتنې سره سم یې د روان میلادي کال تر پایه په افغانستان کې د بشري بحران پر وړاندې د مبارزې لپاره د څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالرو په اندازه غوښتل شوې بسپنه ترلاسه کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان د بشري ناورین خوا ته روان دی او دا خطر شته چې د دغه هېواد څه باندې نیمايي وګړي د ژمي پر مهال کافي خواړه ونه لري.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب په سپټمبر میاشت کې د یوې غونډې پر مهال له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارډ ډالرو بشري مرستو ژمنه وشوه.

ملګرو ملتونو هغه وخت په اصل کې د څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې وه.

بل خوا د بښنې نړیوال سازمان پرون په خپله اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې پر افغانستان خپل موجود محدودیتونه ژر تر ژره کم کړي.

د دې سازمان په خبره دغه محدویتونه د دې سبب شوي چې روغتیايي څارنه، خواړه او نور ضروري خدمات په ټپه ودرېږي.

د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې په عین حال کې غوښتنه وکړه، د بشري بحران د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره چې د میلیونونو کسانو ژوند ته خطر پېښوي، په چټکۍ اقدام وکړي.

دغه سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي، د بهرنیو مرستو درېدل، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل او پر طالبانو نړیوال بندیزونه د دې سبب شوي، افغانستان چې له وړاندې بېوزلۍ ځپلی و، له یوه بشپړ اقتصادي بحران سره مخامخ شي.

د طالبانو یوه ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، ذبیح الله مجاهد پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، په کار ده نړیواله ټولنه د افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند چیرته دی؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:26 0:00

دی وايي:"افغانان چې له جګړې راوتلي، دېته اړتیا لري چې مرسته یې وشي او ملاتړ یې وشي. په ډپلوماتیک لحاظ همږغي ورسره وشي. تعامل ورسره وشي. دا دوه اړخیزه اړتیا ده."

د اګسټ په نیمايي کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د افغانستان شااوخوا نهه نیم میلیارده ډالره شتمني د امریکا په بانکونو کې کنګل شوه چې د طالبانو او خلکو له غوښتنو سره- سره دغه شتمني خوشې شوې نه ده.

په عین حال کې د خوراکي او نورو ضروري موادو بیې ډېرې لوړې شوي، د ډالرو په مقابل کې د افغانیو ارزښت په بې ساري ډول لوېدلی او د بې کارۍ اندازه هم خورا زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG