د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

د افغانستان د وضعیت په اړه د ایکو سازمان سرمشریزې ځینو ګډونوالو مشرانو اندېښنه


ترکمنستان کې د ایکو سازمان ۱۵مه سرمشریزه کې ګډونوال مشران
ترکمنستان کې د ایکو سازمان ۱۵مه سرمشریزه کې ګډونوال مشران

د اقتصادي همکاریو د سازمان ایکو (ECO) ۱۵مه سرمشریزه کې ځینو ګډونوالو مشرانو د افغانستان پر وضعیت اندېښنه وښوده.

له دې ډلې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکمنستان کې دغې سرمشریزې ته په وینا کې د افغانستان په تړاو وغږېد او ویې‌ویل چې افغانستان له سخت ناورین سره مخ دی او ټول باید د بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره له دغه هېواد سره مرستې وکړي.

اردوغان په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په رامنځته کولو ټينګار وکړ.

اردوغان وویل: "په افغانستان کې په سمدستي توګه د تلپاتې سولې او ثبات رامنځته کول مهم دي ځکه دا هېواد له ستر بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی. دا زموږ ګډه هیله او هدف دی چې د هغه ځای د ادارې پوهاوی دومره پراخ شي چې د ټولو برخو اړتیاوو ته ځواب ووایي. موږ د هغو هڅو ملاتړ کوو چې هدف‌یې د روغتیا او پوهنې په څېر د دولت د اساسي تشکیلاتو خوندي ساتل دي."

اردوغان د وضعیت د ښه کېدو لپاره په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات راتلل مهم وبلل.
اردوغان د وضعیت د ښه کېدو لپاره په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات راتلل مهم وبلل.

د اګسټ په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دغه هېواد اقتصادي او بشري وضعه مخ په خرابېدو بلل شوې ده.

له دغه هېواده د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو له‌خوا لسګونه زره کسان ایستل شوي او زرګونه نور هم په خپله کډوالۍ ته اړ شوي دي.

دې مسئلې د سیمې د هېوادونو په تېره بیا هغو چې اروپا ته د عبوري هېوادونو حیثیت لري اندېښمن کړي.

ترکیه چې اروپا ته د ځمکې او اوبو له لارې د افغان پناه غوښتونکو له اصلي لارو بلل کېږي اندېښمنه ده چې د افغانستان ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت به دغه هېواد ته د کډوالو څپې ورماتې کړي او ټوله سیمه به ترې اغېزمنه شي.

ولسمشر اردوغان وویل د کډوالو د کړکېچ د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د افغانستان اقتصاد په پښو ودرول شي.

افغان پناه غوښتونکي
افغان پناه غوښتونکي

هغه زیاته کړه: "د کډوالو د کړکېچ د مخنیوي لپاره چې زموږ ټوله سیمه اغېزمنولای شي باید د افغانستان اقتصاد په پښو ودرول شي. د ترکیې سره میاشت او زموږ نادولتي مؤسسو په افغانستان کې د لوږې او قحطۍ له خطرونو سره د مقابلې لپاره خپل بشري مرستندویه فعالیتونه زیات کړي دي."

طالبان چې له نږدې څلور میاشتنۍ واکمنۍ وروسته‌یې لا هم حکومت نړیوالو په رسمیت نه‌دی پېژندلی او چارې یې د پيسو د کنګل کېدو او د مرستو د بندېدو په خاطر ځنډنۍ شوي د روان اقتصادي او بشري کړکېچ اصلي پړه په تېر حکومت باندې اچوي.

د طالبانو رئیس‌الوزرا محمد حسن اخوند خلکو ته په خپله لومړنۍ غږیزه وینا کې ومنله چې هېواد کې ستونزې شته، خو له نړیوالې ټولنې او خیریه بنسټونو یې د مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي یعنې شااوخوا ۲۰ ملیونه کسان له لوږې سره مخ دي.

دغه سازمان ټينګار کړی چې هر څه ژر باید د اړمنو افغانانو لاسنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG