د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

چین، روسیې او هند ته د طالبانو ځواب


د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد

طالبان وايي، دوی د ملګرو ملتونو رول ته په درنښت کتلي او د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې چې د هېوادونو په خیر دي، دوی ته هم مهمې او د تاييد وړ دي.

دا څرګندونې د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وکړې: "اسلامي امارات د ملګرو ملتونو رول ته په درنښت کتلي او د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې هم راته مهمې او د تاييد وړ دي او د دوی هغه برېکړې، تصامیم او قوانین چې اسلامي شرعیت سره په ټکر کې نه وي ورته ځان ژمن بولي."

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو رول ته یې په درنښت کتلي
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو رول ته یې په درنښت کتلي

ښاغلی مجاهد د چین، روسیې او هند رول د سیمې د امنیت او دغه شان افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې مهم بولي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ د چین، هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې به ورځ د افغانستان په اړه په یوې انلاین غونډه کې ګډون وکړ او په یوې ګډې اعلامیه کې یې له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو مرکزي رول ته درناوی وکړي.

په اعلامیه کې جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو ظاهراً اشاره د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ نه متوجه کېدو، بشري حقونو ته پام په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو حقونه ته، له افغانستانه وتونکو افغانانو ته د زمینې برابرول او د یو ټول ګډونه حکومت جوړولو ته ده.

رویټرز لیکي:

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په ګډه اعلامیه کې دغه شان په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکي بشري کړکېچ په اړه اندېښنه وښوده او دغه هېواد سره یې د عاجلو او له خنډ پرته بشري مرستو غږ وکړ.

د انډیا ټو ډې ورځپاڼې د راپور پر بنسټ دغه غونډه چې مشري يې د هند د بهرنيو چارو وزير کوله په افغانستان کې يې د يو ټول ګډونه حکومت په جوړېدو هم په کې ټینګار شوی او ویل شوي چې د ترهګرۍ او مخدره موادو د مخنيوي په لارو چارو هم سره غږېدلي دي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر افغان شنونکي وايي، د افغانستان خلکو سره بشري مرستې باید د طالبانو د رسمیت پېژندلو په مسالې پورې ونه تړل شي.

د نړیوالو اړیکو پوه فاروق فردا د جمعې د ورځې په غونډه کې د چین هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د څرګندونو په اړه وايي: "د ملګرو ملتونو په سازمان کې چې تر څو د طالبانو استازی نه وي دا ستونزې او سوُ تفاهمات به وي، بشري مرستې نشته، د افغانستان خلک ناورین سره مخ دي او باید نړیوال ورته خوراکي او روغتیايي مواد ورسوي."

د نړیوالو اړیکو پوه فاروق فردا
د نړیوالو اړیکو پوه فاروق فردا

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکې لوږې په اړه نړیوالې اندېښنې ورځ په ورځ په پراخېدو دي.

ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې دغه هېواد کې ۹۵ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي چې بېړنیو بشري مرستو ته اړ دي.

دغه شان د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې افغانستان کې به درې میلیونه او دوه لکه ماشومان د کال تر پایه له خوارځواکۍ سره مخ شي چې له دې شمېر یو میلیون یې د مرګ له خطر سره مخ دي، خو د طالبانو د حکومت ویاندویانو بیا په وار-وار ویلي چې وضعیت دومره هم خرابه نه دی لکه څومره یې چې نړیوال سازمانونه تصویر خپروي.

XS
SM
MD
LG