د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

هند، چین او روسیې افغانستان سره د سمدستي بشري مرستو غوښتنه وکړه


کابل کې بې ځایه شوي کډوال
کابل کې بې ځایه شوي کډوال

په اګسټ میاشت کې د افغان حکومت تر سقوط او طالبانو بېرته واک ته تر رسېدو وروسته، افغانستان د میلیاردونو ډالرو بهرنیو مرستو په ناڅاپه پای ته رسېدو سره له اقتصادي بحران سره مخامخ شوی دی.

له همدې کبله هندوستان، چین او روسیې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د جمعې په ورځ د انټرنیټ له لارې په غیرحضوري توګه غونډه کې خبرې وکړې.

دوی تر دې غونډه وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په کې ویل شوي: "افغانستان کې د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، وزیرانو له افغانستان سره د سمدستي او بې خنډه بشري مرستو غوښتنه وکړه."

په اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د قوانینو د نتایجو او په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو مرکزي رول ته دې درناوی وکړي.

دغه راز درې واړو هېوادونو ژمنه وکړه چې سیمه کې به د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې په مبارزه کې همکاري زیاته کړي.

اعلامیه زیاتوي: "د افغانستان او له دې هېواده د تاریاکو، میتامفیتامین او داسې نورو نشه يي توکو د ناقانونه قاچاق خپرېدل د سیمې امنیت او ثبات ته جدي تهدید پېښوي او د ترهګرو سازمانونو لپاره د تمویل زمینه برابروي."

طالبان د اګسټ میاشتې په پنځلسمه نېټه کابل ته ننوتل او په افغانستان کې يې خپل واک اعلان کړ، خو تراوسه یې د کوکنارو د نه کرلو په اړه هېڅ رسمي اعلاميه نه ده خپره کړې.

د یادولو وړ ده چې تر دې یوه ورځ مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و چې طالبانو د جرمني له سي فارم شرکت سره یو قرارداد لاسلیک کړی چې پر اساس به یې دا شرکت په افغانستان کې د بنګو بوټي کري او چرسو ته تر رسېدو مخکې به یې باسي.

چرس او تریاک په تېرو۲۰ کلونو کې د افغانستان د پخواني حکومت او امریکا پرضد د طالبانو د جګړې د تمویل مهمه سرچینه ګڼل کېده.

  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG