د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

اوپن ډموکراسي: له مالي پلوه د افغانستان دړې وړې کېدل طالبانو ته وړه اندېښنه ده


کابل کې وسله وال طالبان
کابل کې وسله وال طالبان
  • اوپن ډموکراسي

اوپن ډموکراسۍ خپرونې افغانستان کې پر اقتصادي وضعیت یوه لیکنه خپره کړې او دا سرلیک یې ورکړی، له مالي پلوه د افغانستان دړې وړې کېدل، طالبانو ته وړه اندېښنه ده.

د مطلب لیکوال ویلي، په تېر حکومت کې د افغانستان د ۷۵ سلنه خلکو لګښتونه د نړیوالو له خوا تامینېدل چې تر ډېره د روغتیا، پوهنې، پولیسو او حقوقي څانګو د کار کوونکو معاشونه وو.

لیکوال وایي، ځینو غیر دولتي مرسته کوونکو هم افغانستان سره مرستې کولې چې ملګري ملتونه او د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه یې ښې بېلګې دي.

په مطلب کې راغلي، دې نړیوالو مرستو د افغانستان ۴۳ فیصده ناخالص عواید تشکیلول او د طالبانو له راتګ وروسته تر ډېره دا مرستې بندې شوي دي.

لیکوال ویلي، اوس ځینې دغه ادارې او سازمانونه له افغانستان سره مرسته کوي، خو خبرداری یې ورکړی چې په ټوله کې اقتصاد د سقوط په حال کې ښکاري.

د اوپن ډموکراسۍ په مطلب کې وړاندې راغلي، افغانستان کې به بشري ناورین د ژمي پر مهال نور هم زیات شي.

د مطلب لیکوال ویلي، طالبان د اقتصادي حالت د خرابېدو پړه پر لویدیځ اچوي، خو د مطلب په یوه برخه کې راغلي، که طالبان غواړي چې حکومت یې پاتې شي، له نورو هېوادونو سره باید اړیکې جوړې کړي او په کور دننه د خپل ولس اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

  • واشنګټن پوست

واشنګټن پوست ورځپاڼې روم ته د شربت ګلې د لېږدولو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

د شربت ګلې د ۱۹۸۵ میلادي کال یو انځور د نشنل جیوګرافیک مجلې په پښتۍ چاپ شو چې نوموړې ورسره ډېره مشهوره شوه.

د شربت ګلې دا عکس په پېښور کې د کډوالو یوه پنډغالي کې هغه مهال اخېستل شوی چې نوموړې شااوخوا ۱۲ کلنه وه.

واشنګټن پوسټ لیکلي، د شنو سترګو دا مېرمن د افغانستان د هغه رنځ او درد یوه نمونه ده چې له جګړې ورته پېښ شوی.

په مطلب کې راغلي، شربت ګله هغه وخت کډواله وه چې انځور یې اخیستل شوی، خو دا دی څه باندې دیرش کاله وروسته بیا له خپل هېواده بې ځایه او ایټالیا ته یې پنا وړې ده.

ورځپاڼې د ایټالیوي چارواکو په حواله لیکلي، کله چې شربت ګلې له افغانستانه د وتلو غوښتنه وکړه، روم لاس په کار شو او د مرسته کوونکو موسسو او مدني ټولنې په همکارۍ یې هغه له کابله انتقال کړه.

XS
SM
MD
LG