د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

قطري چارواکي سره د طالب پلاوي لیدنه؛ طالبان: پر ځینو موضوعاتو خبرې شوي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په قطر کې
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په قطر کې

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي رسنیو ته استول شوي پیغام کې لیکلي، دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا، امنیت، ښوونې او روزنې، بشري وضعیت او په یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.

ښاغلی کریمي زیاتوي، په دې لیدنه افغان پلاوي د قطر د بهرنیو چارو وزیر ته په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او حکومتولۍ د ښه کېدو ډاډ ورکړی.

خو ځینې کارپوهان بیا وايي، دا یو فرصت دی او د افغانستان په ګټه باید وکارول شي.

له دې ډلې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار شهزاده مسعود ازادي راډیو ته وویل ښه ده چې دواړه خواوې په تېره د مرستو او د کنګل شوېو پيسو د خلاصون په برخه کې سلا ته ورسېږي ځکه د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزي له شهزاده مسعود سره مرکه کړې ده چې د لاندې تړوني په کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:29 0:00

پرون هم افغان پلاوي د قطر د یو شمېر چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې وې.

همداراز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم د دوو اونیو لپاره په دوحه کې دی او له طالب پلاوي سره به د مفصلو خبرو لړۍ پیل کړي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې له طالبانو سره به د ترورېزم پرضد د مبارزې، له افغانستانه د امریکايي وګړو او هغو افغانانو چې چې ژوند یې هلته تر ګواښ لاندې دی د وتلو، د بشري مرستو او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وشي.

خو طالبان د دې خبرو اجنډا ته له بلې زاویې کتنه کوي.

XS
SM
MD
LG