د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

کابل کې ۳ زره کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، هرې کورنۍ ته ۷زره افغانۍ ورسېدې


په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۷ زره افغانۍ ورسېدې
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۷ زره افغانۍ ورسېدې

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام په کابل کې شااوخوا ۳ زره کورنیو ته چې د افغانستان سخت بشري بحران ځپلي، د نغدو پیسو مرسته وکړه.

د کابل یوه اوسېدونکې ذاکره هم مرستې ته اړ شوې او د مرستې د اخیستو لپاره په کتار کې ولاړه ده، نوموړې وايي: "مشکلات لرو، زیاته سخته ده، په مشکل ګزران کوو، په موږ خو تېره شوه، خو نه پوهېږي چې د اولادونو راتلونکې به مو څرنګه وي؟"

عظیم الله فضلیار چې اړو کسانو ته د مرستو رسولو دنده لري، فرانس پرېس اژانس ته وویل چې په کابل کې یې شااوخوا درې زره هغو کورنیو ته چې سخت مرستو ته اړې وې، د خوړو د نړیوال پروګرام نغدي مرستې ویشلې دي او په وینا یې هرې کورنۍ ته اووه زره افغانۍ ورکړي چې پرې د ژمي لپاره د سونګ مواد یا خواړه واخلي.

فضلیار زیاته کړه: "خواړه خو یوازې خواړه دي، خو په پیسو یې کولی شي په ژمي کې لرګي واخلي یا په پیسو خپله بله هره اړتیا پوره کړي."

ذاکره چې د خوړو د نړیوال پروګرام نغدي مرسته یې ترلاسه کړې، دغه راز د خوراکي موادو د بیو له زیاتوالي هم سر ټکوي : "قیمتي ده. یوه بوجۍ اوړه په دوه زره او دونیم سوه افغانۍ اخلو چې زموږ د پنځلسو ورځو لپاره بسنه کوي. د خدای په فضل کورنۍ مو لویه ده، نه شو کولی اقتصاد مو وچلوو. یو زوی مې دی چې د کمپیوټر کار کوي او د ورځې سل، دوه سوه ګټي خو زموږ لپاره بسنه نه کوي."

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ۳۸ میلیونه وګړو له نیمایي زیات یې را روان ژمی له لوږې سره مخامخ دي.

افغانستان کې اړ کسان د خوراکي توکو له لوړو بیو سر ټکوي.
افغانستان کې اړ کسان د خوراکي توکو له لوړو بیو سر ټکوي.

بسانا چې له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره اوسي او د مرستې د اخیستو لپاره په کتار کې ولاړه ده، فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې لومړی غواړي په دغو پیسو خواړه واخلي چې له لوږې مړه نه شي. دا وایي، هېڅکله یې هم تصورنه کاوه چې یوه ورځ به دلته په کتار کې دریږي او مرستې ته به لاس غځوي.

د ښاغلي فضلیار په وینا په کابل کې یې له ۶۰ زرو تر ۷۰ زرو پورې کورنۍ په نښه کړي چې مرستو ته اړتیا لري.

د راپور له مخې له ډېرو هغو کورنیو سره چې د پیسو مرسته شوې، هغه کورنۍ وې چې سرپرستان یا هغه کسان چې د کور خرڅ یې برابراوه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته بې روزګاره شوي دي.

د فرانس پرېس په لیکنه افغانستان چې بودجه یې د مخکیني د امریکا ملاتړي حکومت په مهال تر۷۵ سلنه له نړیوالو مرستو تمویلېده، له انفلاسون او له پراخې بې کارۍ سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په را روان ژمي کې د یوه بشري ناورین د مخنیوي لپاره دې له افغانانو سره عاجلې مرستې وکړي.

له افغانانو سره د بشري مرستو موضوع په دوحه کې د طالبانو د حکومت او د اروپایي ټولنې د پلاویو ترمنځ د تیرو دوو ورځو د خبرو یوه اساسي موضوع وه.دا هاغه موضوع ده چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا پلاوي هم پرې خبرې کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبه (د لېندۍ ۸مه) ناوخته ازادي راډیو ته تایید کړه چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې په دوحه کې پیل شوي، خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

تر دې وړاندې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي و چې په دې خبرو کې به د دوی له لوري یې مشري د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د امریکا له لوري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېست کوي، د دواړو خواوو پر غوښتنو او اندېښنو ژور بحثونه وشي.

د هغه په وینا له امریکايي لوري سره د طالبانو د خبرو یوه اساسي موضوع د افغانستان د بانکي شااوخوا نهه نیم میلیارډ ډالرو شتمني ازادېدل دي چې متحده ایالاتو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته کنګل کړې ده.

XS
SM
MD
LG