د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

امریکا ته د طالبانو ځواب: له اقتصادي ناورینه د فشار په توګه کار مه اخلئ


طالبان د سردار محمد داود خان روغتون مخ ته
طالبان د سردار محمد داود خان روغتون مخ ته

داسې ښکاري چې له امریکايي پلاوو سره د طالب چارواکو دوو رسمي غونډو د اړیکو ښه کېدو او ترخوا یې د باور جوړېدو سره چندان ډېره مرسته نه ده کړې.

د کانګرس تر دره د طالبانو د لاس غځېدل او په غبرګون کې یې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي تُند ځواب د دې خبرې ښکاروندوي کوي.

خو طالبان لا هم فکر کوي چې امریکا پرې له ځینو مسایلو، له ډلې یې په دې هېواد کې د روان بشري او اقتصادي ناورین د فشار په توګه کار اخلي.

د طالبانو حکومت دا څرګندونې د افغانستان لپاره د متحده‌ ایالاتو د ځانګړي استازي ټوماس ‌وېسټ د هغو خبرو په سبا کوي چې ویلي یې دي، طالبانو د امریکا کانګرس ته استول شوي لیک د دې هېواد د اقتصادي او بشري ناورین په اړه ناسم حقایق بیان کړي.

خو د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی په لیک کې یوازې هغه څه غوښتي چې د افغانانو حق دی.

کریمي وایي: "په امریکايي بانکونو کې بې له کوم موجه دلیل د افغانانو د پیسو بند ساتل، دا منطقي نه ده. لومړی باید دا پیسې افغانانو ته را خوشې کړل شي او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندو برخه کې خنډونه جوړ نه شي، څو اسلامي امارت د یوه مشروع او مسوول جهت په توګه د ستونزو په حل او د ژمنو د پوره کېدو په برخه کې د امریکا په ګډون له نړۍ سره ښه تعاملات ولري. "

بلال کریمي وایي، دوی په لیک کې یوازې هغه څه غوښتي چې د افغانانو حق دی.
بلال کریمي وایي، دوی په لیک کې یوازې هغه څه غوښتي چې د افغانانو حق دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې ولیکل، که د امریکا حکومت د افغانستان نږدې لس میلیارډه ډالر شتمني کنګل وساتي، دا هېواد به له بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.

خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ‌وېسټ پرون په خپله ټویټر پاڼه دې لیک ته په ځواب کې ولیکل، افغانستان د اګسټ میاشتې له پېښو وړاندې هم له سخت بشري ناورین سره مخ و.

هغه زیاته کړې، امریکا طالبانو ته روښانه کړې وه چې له پوځي لارې واک ونیسي، نو افغانستان سره به نړیوالې مرستې بندې شي او همداسې وشول.

توماس ویلي وو، که طالبان له پوځي لارې واک ونیسي، نو افغانستان سره به نړیوالې مرستې بندې شي
توماس ویلي وو، که طالبان له پوځي لارې واک ونیسي، نو افغانستان سره به نړیوالې مرستې بندې شي

خو طالبان اوس وايي، دوی له ډپلوماټیکو لارو د ستونزو د حل په لټه کې دي او هغه اندېښنې چې متحده ایالات او نړۍ یې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه لري، له سیاسي لارې حل کېدای شي.

خو ټوماس وېسټ ښکاره کړې چې امریکا له طالبانو سره واضحه ډپلوماسي کاروي او که دوی غواړي متحده ایالات ورسره مرسته وکړي، نو ټول‌ګډونه حکومت دې جوړ، د نجونو او ښځو حقونو ته دې د درناوي ترڅنګ دوی ته د کار او زده‌کړې اجازه ورکړي او ترخوا دې یې دترهګرو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي.

د چارو شنونکي بیا وايي، طالبانو لا هم د حکومتولۍ لپاره داسې یو ترتیب نه دی وړاندې کړی چې نړیوال پرې باور وکړي.

شنونکی فاروق فردا ازادي راډیو ته وویل: "د یوه دولت د رسمیت پېژندو لپاره حکومت نړیوال شرایط برابروي. طالبان لا د دې لړۍ په پیل کړې دي، لا تراوسه یې د نظام اعلان نه دی کړی. د مؤقت قانون دولتي کړن‌لاره یې لا هم نه ده وړاندې کړې چې هم خلک خپله ستونزه وپېژني او هم نړیوال ورته توجه وکړي."

شنونکی فاروق فردا
شنونکی فاروق فردا

د ښاغلي فردا په خبره، د دې ډول خرابو اړیکو او منزوي‌توب بیه بیا افغانان پرې کوي چې اوس هم ورسره مخ دي.

یو باور دا هم دی چې د امریکا سربېره، نړیواله ټولنه هم پر طالبانو لا بې باوره ده او له دې وېره لري چې ګنې دوی لا هم د القاعده په ګډون له ځینو ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې لري.

خو طالبانو تل دا خبره رد کړې او وايي، د دوحې د هوکړې سره سم ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په ضد نه کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG