د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

له افغانستان سره د هند طبي مرستې؛ طالبانو یې هرکلی وکړ


ارشیف
ارشیف

طالبان وايي دمګړۍ چې افغانان له سختو شرایطو سره مخ دي د هندوستان د مرستو هرکلی کوي او د نورو مرستو تمه هم ترې لري.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل د هندوستان یو ۱،۶ ټنه صحي مرسته پرون کابل ته رسېدلې او دوی یې روغتونونو باندې وېشي.

ښاغلي وثیق ازادي راډیو سره په خبرو کې د هند د مرستو په اړه وویل: "د هند د حکومت له لوري ترسره شوې مرسته چې ۱،۶ ټنه دارو درمل پهکې وو کابل ته رانقل شول او روغتونونو ته ورسول شول. د معلوماتو له مخې په راتلونکو ورځو کې به یو شمېر مهم طبي سامان الات هم کابل ته راوړل شي. په دغسې وخت کې چې د افغانستان خلک بشري مرستو، خوراکي توکو او اولیه موادو ته سخت ضرورت لري د هندوستان له‌خوا دا مرسته یو نېک اقدام دی او موږ یې هرکلی کوو."

وثیق وایي دمګړۍ چې افغانان له سختو شرایطو سره مخ دي د هندوستان د مرستو هرکلی کوي.
وثیق وایي دمګړۍ چې افغانان له سختو شرایطو سره مخ دي د هندوستان د مرستو هرکلی کوي.

د هندوستان له‌خوا له افغانانو سره داسې وخت تازه طبي مرسته شوې چې ګڼ افغانان صحي خدماتو ته د نه‌لاسرسي او د کافي درملو د نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هندوستان تر دې مخکې د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته هم کړې چې اوس په لار ده او د طالبانو د ویاند ښاغلي وثیق په خبره په افغاني لاریو کې به لومړی جلال‌اباد او بیا کابل ته راورسېږي.

د طالبانو بل ویاند بلال کریمي هم ازادي راډیو ته وویل چې هند په سیمه کې یو لوی هېواد دی او دوی د متوازنه سیاست په مخته وړلو سره له ټولو هېوادونو سره اړیکې غواړي او د همکاریو او مرستو تمه ترې لري.

هندي چارواکو ویلي د افغانستان ننګوونکې بشري وضعې ته په کتو یې له دغه هېواد سره طبي مرسته کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون په دې تړاو یوه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د هند په دې مرسته کې دارو درمل او صحي بستې شاملې دي.

د هند دا مرسته به په کابل کې د اندراګاندي روغتون ته د روغتیا نړیوال سازمان د مسؤلینو په لاس رسول کېږي چې د ماشومانو درملنه پرې وشي.

د اندراګاندي روغتون
د اندراګاندي روغتون

هندوستان دا مرسته په هغه الوتکه کې بار کړې وه چې د ډسمبر په ۱۰مه له کابله نوې ډېلي ته تللې وه او په سبا یې یعنې شنبې باندې بېرته کابل ته ستنه شوه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د صحي مرستې د اعلان ترڅنګ په خپله اعلامیه کې د ډسمبر په ۱۰مه له کابله د عملیاتو په چوکاټ کې چې هدف‌یې له افغانستانه د هندیانو او نورو خلکو ایستل دي د ۱۰ هندیانو او د افغان سېکهانو او هندوانو په شمول د ۹۴ تنه افغانانو د ایستلو خبر هم ورکړی دی.

اعلامیه کې راغلي چې د اګسټ له نیمايي راهیسې ۶۶۹ کسان تر دې دمه د هند له‌خوا ایستل شوي چې نږدې ۴۵۰ یې د هند اتباع دي.

که څه هم په تېرو شااوخوا ۲۰ کلونو کې هند په افغانستان کې د بندونو په جوړولو او ګڼو نورو پروژو سلګونه ملیونه ډالره لګولي، خو له طالبانو سره محتاطانه چلېږي او د مرستو اندازه‌یې تر پخوا ډېره راکمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG