د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

طالبان وایي د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې ټول روغتونونه بېرته فعالوي


محمد علي جناح روغتون؛ د د 'کووېډ-۱۹' ناروغه
محمد علي جناح روغتون؛ د د 'کووېډ-۱۹' ناروغه

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د نړیوالو مرستندویو ټولنو په ملاتړ د ټول هېواد په کچه د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د علاج روغتونونه بیا فعال کړي.

د تېر پرځېدلي نظام په واکمنۍ کې په پلازمېنه کابل او د کندهار، هرات، پکتیا، بلخ او ننګرهار په ګډون د څو زونونو په کچه په روغتونونو کې د 'کووېډ-۱۹' د علاج لپاره تخصصي خدمات وړاندې کېدل او د هېواد په کچه د کرونا د علاج ۳۴ روغتونونه او د کرونا د ټسټ ۱۲ لابراتوارونه، فعال وو.

د طالبانو حکومت مني چې د پخواني نظام له پرځېدو سره د دې خدماتو لویه برخه په ټپه درېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت د دې روغتونونو د بیا پرانیستو په اړه له نړیوالو مرستندویانو سره خبرې پیل کړي او هغوی هم په دې برخه کې د مرستې ژمنه کړې.

کابل کې د افغان جاپان روغتون
کابل کې د افغان جاپان روغتون

هژیر وایي: "د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت عملاً له کورنیو او نړیوالو مؤسسو سره اوس‌مهال خبرې کوي چې دا روغتونونه بیا اکمال او فعال کړو. څو که خدای مه‌کړه په افغانستان کې د کرونا څلورمه څپه خپره شي د یوه انساني ناورین مخه ونیولای شو."

ښاغلي هژیر زیاته کړه چې تر دې دمه د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشوم د مرستې صندوق یا یونېسف او د مهاجرت نړیوال سازمان ژمنه کړې چې په څلورو پنځو ولایتونو کې به د کرونا د علاج روغتونونه فعالوي او له هغو سره به د ډاکترانو او روغتیا پالانو د معاشونو، واکسین، درملو او طبي تجهیزاتو د چمتو کولو په چاره کې مرسته کوي.

  • خو د طالبانو لپاره په داسې حال کې چې له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دي، څومره ممکنه ده چې خپله دا ژمنه عملي کړي؟

د پخواني دولت په ولسي جرګه کې د روغتیا او سپورټ کمېسیون رئیس یارباز حمیدي چې د روغتیا وزارت سلاکار هم پاتې شوی ازادي راډیو ته وویل چې په دې روغتونونو کې د 'کووېډ-۱۹' د علاج خدمات د روغتیا وزارت رسمي پرسونل نه، بلکې غیر حکومتي قراردادي مؤسسو کول او بودجه‌یې د روغتیا نړیوال سازمان ورکوله.

ښاغلی حمیدي وايي دا غیر حکومتي ټولنې اوس یوه هم په هېواد کې فعالې نه‌دي، نو ځکه د ده په وینا د ټول هېواد په کچه د کرونا د علاج د روغتونونو فعالول، د طالبانو تر امکاناتو لوړه ادعا ده.

حمیدي وایي: "د هغو مراکزو چې د کرونا لپاره‌یې خدمات کول د ډېرو ډاکترانو، طبیبانو او نرسانو معاشونه نه‌دي ورکړل شوي او بل‌خوا د کرونا ډېر شدید اعراض په هغو ناروغانو کې وي چې عمر یې لوړ وي او ترڅنګ‌یې نورې متممه ناروغۍ ولري لکه شکر او لوړ فشار. په هغو کې دا ناروغۍ د ډېر وخامت حالت ته ځي چې دا بیا تخصصي خدماتو ته ضرورت پیدا کوي چې له بده مرغه اوس زموږ هغه متخصصان ډېری یا په کورونو ناست دي یا بهر ته تللي یا یې معاشونه نه‌دي ورکړل شوي او په خصوصي سکټور کې کار کوي."

افغان جاپان روغتون کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغ مړینه
افغان جاپان روغتون کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغ مړینه

د تېر نظام په واکمنۍ کې د 'کووېډ-۱۹' د شااوخوا ۱۵۰ زره مثبتو مواردو او له دې کبله د نږدې اووه زره کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی و.

د زمري په ۲۴مه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د 'کووېډ-۱۹' د نویو پېښو، د دې ناروغۍ له کبله د مړینو د شمېر او همداراز د کرونا د نویو بڼو د خپرېدو په اړه تازه او باوري ارقام نه‌و، ورکړل شوي.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند ښاغلي هژیر پرون د دې وبا په اړه یو لړ نوي معلومات وړاندې کړل او ویې‌ویل تر دې دمه په افغانستان کې د اومېکرون په نوم د کرونا ویروس د نوې بڼې هېڅ نښه نه‌ده موندل شوې.

د کرونا دې بڼې د تېرې اوونۍ تر پایه ۶۳ هېوادونو ته سرایت کړی و، خو د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وايي، د کرونا د دې بڼې نښې نښانې تر اوسه په افغانستان کې نه‌دي لیدل شوي.

XS
SM
MD
LG