د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا نوې واریانت بڼه د اندېښنې وړ بللې


د روغتیا نړیوال سازمان
د روغتیا نړیوال سازمان

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'WHO' وايي، د دې سازمان یوې مشورتي ډلې د کرونا ویروس نوې واریانټ چې څو بڼې لري، د اندېښنې وړ بللی.

دا نوې موندنې چې پرون د نوومبر په ۲۶مه نېټه اعلان شوه، د کرونا ویروس د دې نوې بڼې په اړه چې د بي یو- یو- ۵۲۹ نوم ورکړل شوی او لومړی ځل په جنوبي افریقا کې وموندل شو د کرونا وبا وضعیت چې تراوسه په ټوله نړۍ کې له ۲۶۰ میلیونه زیات وګړي پرې اخته شوي او له پنځه میلیونه زیات یې وژلي دي تردې هم خراب کړي.

WHO وايي، د کرونا نوې بڼه چې د اومیکرون Omicronنوم ورکړل شوی دی د لومړنیو شواهدو له مخې د پخوانیو واریانتونو پرتله په دوهم ځل د انسان د اخته کولو ډېر لوړ خطر لري.

پرون د نوومبر په ۲۶مه نېټه د اروپايي ټولنې ۲۷ غړو او یو شمېر نورو هېوادونو د افریقا له جنوب څخه پر الوتنو بندیز ولګاوه.

XS
SM
MD
LG