د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

چین افغانستان ته ۸۰۰ زره ډوزه واکسین واستول


ارشیف، د کرونا ویروس واکسین چې د چین له لوري له افغانستانه سره مرسته شوي.
ارشیف، د کرونا ویروس واکسین چې د چین له لوري له افغانستانه سره مرسته شوي.

چین افغانستان ته ۸۰۰ زره ډوزه واکسین واستوه او ټاکل شوې تر سبا ۲۰۰ زره نور ډوزه واکسین هم دغه هېواد ته واستوي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي چین له افغانستان سره په نږدې ورځو کې د دوه ملیونه نورو ډوزونو واکسین د مرستو ژمنه هم کړې ده.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت وایي هغه روغتونونه چې د دغې ویروس د ناروغانو د پالنې لپاره ځانګړې شوې دي چې مخکې نړیوال بانک‌یې مالي ملاتړ کاوه، اوس د دغو مرستو له بندېدو وروسته د تشخصیه وسایلو او درملو له کمبود سره مخ شوي دي.

د دغه وزارت د عامه خدماتو د برخې معین عبدالباري عمر د دغې محمولې د تسلیمۍ پر مهال ازادي راډیو ته وویل: "د دغه ویروس شمېرې کېدای شي زیاتې شي، ځکه د ژمي په موسم کې دغه ویروس زیاتېږي، موږ هڅه کوو له انساني ناورین نه مخنیوی وکړو، خو هغه روغتونونه چې د دغه ویروس لپاره ځانګړي شوي او مخکې به د نړیوال بانک له لوري ورسره مالي مرستې کېدې یاد بانک اوس خپل مرستې بندې کړي هیله مو دا ده چې دا مرستې بېرته پیل شي."

دا وزارت په داسې وخت کې د مالي ستونزو یادونه کوي چې د کرونا ویروس نوې جوپې په نړیواله کچه زیاتې اندېښنې راپارولې دي.

XS
SM
MD
LG