د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

انتوني فاوچي: ښايي د کرونا اومېکرون بڼه د ډېلتا پرتله کمزوري اعراض ولري


د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې نښان
د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې نښان

د امریکا د روغتیا مسؤل چارواکي وايي، لومړنۍ نښې ښيي چې د اومېکرون په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه ښايي د پخوانۍ ډېلتا بڼې پرتله کمزوري اعراض ولري.

د سپینې ماڼۍ لوی صحي سلاکار ډاکتر انتوني فاوچي پرون وویل چې ساینسپوهان د اومېکرون د شدت په اړه له پرېکړې مخکې باید نور معلومات او وخت ولري.

ښاغلي فاوچي له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، داسې نه‌ښکاري چې اومېکرون به د ډېلتا پرتله ډېر شدید علایم او اعراض ولري، خو ده زیاته کړه چې په دې اړه له هرې پرېکړې مخکې باید محتاط واوسو.

له جنوبي افریقا څخه هم چې اومېکرون لومړی ځل په‌کې وموندل شو د راپورونو له مخې د کرونا دا بڼه د پخوانیو هغو پرتله خفیف اعراض او علایم لري.

د ساینسپوهانو په باور اومېکرون د کرونا د پخوانیو ډولونو پرتله چټکه خپرېږي، خو دوی لاهم په دې اړه څېرنې کوي چې واکسین څومره اغېز پرې کوي.

XS
SM
MD
LG