د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

چین له افغانستان سره د کرونا ضد یو ملیون ډوز واکسین مرسته وکړه


ارشیف، په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد احمد قایم د چین د کرونا ویروس ضد واکسین د تېرې مرستې د ترلاسه کولو پر مهال
ارشیف، په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد احمد قایم د چین د کرونا ویروس ضد واکسین د تېرې مرستې د ترلاسه کولو پر مهال

چین له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد د یو ملیون ډوز واکسین مرسته وکړه.

په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد احمد قایم ازادي راډیو ته ویلي چې دا واکسین به تر دوو ورځو پورې کابل ته ورسېږي.

ښاغلی قایم زیاتوي: "پر یو ملیون ډوز واکسین سربېره ۱،۶ ملیونه سورنجونه هم مرسته شوي، موږ د چین له حکومت سره په اړیکه کې یو چې دوهم قدم کې د «کوېډ-۱۹» لپاره د طبي تجهیزاتو مرسته زیاته کړي، دوی ژمنه کړې چې نږدې راتلونکي کې به د نور واکسین مرسته هم وکړي."

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د روغتیا مسؤلان وایي، دوی چمتو دي چې د چین له‌خوا د مرسته شوي واکسین تطبیق ته زمینه برابره کړي.

د عامې روغتیا مسؤلان وایي، تر اوسه ۷ ملیون ډوزه واکسین افغانستان کې تطبیق شوي دي.

XS
SM
MD
LG