د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

کابل ته له چینه ۲ لکه ډوزه د کرونا ضد واکسین را رسېږي 


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ټاکل شوې ده چې د چین له لوري کابل ته نن پنجشنبه(د لېندۍ ۱۸مه) ۲ لکه ډوزه نور واکسین ورسېږي.

چین ژمنه کړې چې افغانستان ته به د کرونا ضد ۳ میلیونه ډوزه واکسین ورکړي.

پرون د چین د مرستې یوه جوپه چې ۸ لکه ډوزه واکسین وو، د کابل په هوايي ډګر کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ته وسپارل شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له شمېرو سره سم، تراوسه پورې په افغانستان کې ۷ میلیونه تنو د کرونا ویروس پرضد واکسین کړی دی.

افغانستان ته تر دې مخکې امریکا او هند هم د کرونا ضد واکسین مرسته ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG