د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

افغان ډاکټران: طالبان د کرونا ویروس د ۳یمې څپې مخنیوي ته هېڅ پروګرام نه‌لري


کابل کې د افغان جاپان روغتون
کابل کې د افغان جاپان روغتون

نږدې پنځه میاشتې مخکې د کابل د ښار اوسېدونکي قاسم ۲۸ کلنه مېرمنه په کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته په افغان جاپان روغتون کې د اکسیجن د نه موجودیت له امله مړه شوه.

نوموړی وايي، د کرونا ویروس د درېیمې څپې له خپرېدو اندېښمن دی، ځکه په وینا يې ښايي زیات شمېر نورې کورنۍ د ویر په ټغر کېنوي.

قاسم وايي: "تېرکال زما مېرمن د کرونا ویروس له امله مړه شوه، اکسیجن ور ونه رسېد. په کومو ورځو کې چې زه روغتون کې وم، هر څوک چې راتلل، جسد یې بېرته له ځانه سره ووړ، تېرکال نړیوالې مرستې وې، سږ کال افغانستان کې هېڅ امکانات نشته."

کابل کې د افغان جاپان روغتون
کابل کې د افغان جاپان روغتون

په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا ویروس له درېیمې څپې او د کرونا ویروس د نوي ډول 'اومېکرون' سره د مبارزې لپاره چمتووالی نیسي او په یو شمېر هېوادونو کې تدابیر هم ورته نیول شوي، خو ظاهراً افغانستان له دغې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

د کرونا ویروس نوې بڼه 'اومېکرون' په وروستیو ورځو کې د سویلي افریقا په ځينو سیمو کې لیدل شوې.

په افغان جاپان روغتون کې یو شمېر ډاکټران وايي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره شااوخوا ۳۴ مراکز جوړ شوي و خو د طالبانو حکومت له راتګ وروسته د نړیوال بانک د مالي مرستو د قطع کېدو له امله ټول تړل شوي او اوس د هېواد په کچه یوازې د افغان جاپان روغتون د کرونا ویروس د درملنې لپاره کارول کېږي.

د هغوی په خبره، په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې هم د کرونا ویروس د درملنې مراکز پرانیستي دي، خو د تجهیزاتو د نشتون له کبله فعالیت نه لري.

د روغتیايي تجهیزاتو نه شتون، د ډاکټرانو د چارو پر وړاندې ستر خنډ بلل کېږي.

ډاکټران خبرداری ورکوي، که د دې ویروس د مخنیوي لپاره برنامې او تدابیر ونه نیول شي، هېواد به له ستونزو سره مخ کړي.

د افغان جاپان روغتون یو ډاکټر مېړني برات زي ازادي راډیو ته وویل:"زه فکر کوم د 'اومېکرون' څپه به د افغانستان لپاره تر ټولو خطرناکه بڼه وي، ځکه موږ هېواد کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره هېڅ راز تدابیر نه لرو او ټول روغتیايي مراکز تړلي دي، یوازې کابل کې افغان جاپان روغتون د تشخیص او تداوۍ لپاره له امکانانو پرته فعال دی. اوس مهال دې روغتون کې محافظتي وسایل او درمل نه لرو او یوه میاشت کېږي چې دست کش هم نه لرو."

کابل کې د افغان جاپان روغتون ډاکټران دلته د ځینو امکاناتو له نشتونه شکایت لري.
کابل کې د افغان جاپان روغتون ډاکټران دلته د ځینو امکاناتو له نشتونه شکایت لري.

دی وايي، په کرونا ویروس د اخته کېدو مخنیوي لپاره باید ټولنیز واټن مراعت، لاسونه ووینځل شي او له ماسکونو دې استفاده وشي.

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي، د طالبانو حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي او هغې سره د مبارزې برخه کې په بې برنامه ګۍ تورنوي.

د کابل ښار یوتن اوسیدونکی سلیم يې په اړه وايي: "که اوسني وضعیت ته په کتو چې هوا سړه او خرابه ده، په دننه افغانستان کې دغه ویروس خپور شي د دې ترڅنګ چې خلک هم د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي او د خوړلو لپاره څه نه لري، فکر کوم د افغانستان لپاره به جدي ستونزې راپورته کړي."

ددې ښار بل اوسیدونکی امېرزاده هم ورته نظر لري: "خلک ناتوانه دي. پيسې نه لري، دولت ناتوانه دی او درمل نشته."

خو د طالبانو د روغتیا وزارت وايي، که څه هم په افغانستان کې د 'اومېکرون' ویروس د تشخیص لپاره وسایل نشته، خو ولایتونو کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې عامه پوهاوی پیل کړی دی او ډېر ژر به په ولایتونو کې هم روغتیايي مراکز بېرته فعاله شي.

د روغتیايي د نړیوال سازمان د معلومانو پر بنسټ، د روان میلادي کال له پیل تردې دمه، په افغانستان کې ۱۵۷۳۸۷ کسان په کرونا ویروس اخته شوي
د روغتیايي د نړیوال سازمان د معلومانو پر بنسټ، د روان میلادي کال له پیل تردې دمه، په افغانستان کې ۱۵۷۳۸۷ کسان په کرونا ویروس اخته شوي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسلکي معین عبدالباري عمر زیاتوي، نړیواله ټولنه باید د دې ویروس د مخنیوي او ورسره د مبارزې لپاره له افغانانو سره همکاري وکړي او افغانان له دې ناروینه وژغوري.

عمري وايي: "نړیوالې ټولنې چې کومې ژمنې او شعارونه له موږ سره درلودل چې موږ بشریت ته خدمت کوو، باید په خپلو وعدو ودرېږي، څو له یوه حالته چې احتمالي دی او خدای مه کړه له انساني ناروین سره مخ نه شو، مرسته راسره وکړي، څو زموږ خلک زیانمن نه کړي."

د روغتیايي د نړیوال سازمان د معلومانو پر بنسټ، د روان میلادي کال له پیل تردې دمه، په افغانستان کې ۱۵۷۳۸۷ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې يې ۷۳۱۰ تنه مړه شوي دي.

همداراز په دې هېواد کې د کرونا ویروس د واکسین له طبیق وروسته نږدې ۴ میلیونه خلکو واکسین کړی دی.

XS
SM
MD
LG