د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۶

د خوراکي توکو د بیو له بې‌ساري لوړېدو د کابل ښاریانو شکایت


د کابل ښار منډوي
د کابل ښار منډوي

کابل ته د طالبانو له راننوتو درې ورځې تېرېږي، دا هر څه په داسې حال کې وشوه چې جمهور رئیس محمد اشرف غني له هېواده ووت او د دولتي ادارو په تېره د امنیتي ارګانونو تصفیه پیل شوه.

خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د قدرت د تشې له امله په ښار کې د خوراکي او سونګ توکو بیې په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي.

دوی وايي خلک بې‌وزله دي او د توکو لوړو بیو د دوی ستونزې څو برابره ډېرې کړې دي.

کاظم او عباس ازادي راډیو ته وویل: "د موادو بیې ډېرې لوړې شوي، خلک بې‌وزله دي، پیسې نه‌لري چې دغه مواد وپېري، د ګازو بیه مخکې ۵۰ افغانۍ وه اوس ۱۲۰ افغانیو ته پورته شوه."

"په خواشینۍ سره د خوراکي موادو بیې په دې ورځو کې لوړې شوي او هېڅ مسؤل ارګان نه‌شته چې کنټرول‌يې کړي، هیله ده دوی چې راغلي دغې مسئلې ته پام وکړي."

دوی له مسؤلو ادارو غواړي چې په بازار کې دې د بیو د لوړېدو مخه ونیسي.

یو شمېر دکانداران وايي، د خوراکي او د سونګ توکو د بیو د لوړېدو لامل، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیو ټیټېدل دي.

ارشیف، د کابل ښار منډوي
ارشیف، د کابل ښار منډوي

د خوراکي موادو پلورونکي جلال ازادي راډیو ته وویل: "د اوړو په یوه بوجۍ کې له ۳۰۰ نه تر۴۰۰ پورې توپیر راغلی دی، هغه غوړي چې ۱،۸۰۰ افغانۍ وو، اوس قوطۍ ۲،۱۰۰ او ۲،۱۵۰ ته پورته شوې ده، اوړه ۱،۷۰۰ افغانۍ وو، اوس ۲،۰۵۰ افغانۍ دي، د دې لامل دا دی چې ډالر لوړ شوي او د موادو بیې هم لوړې شوې دي."

د ده په خبره ډېری خوراکي توکي له بهره واردېږي او چې د ډالرو بیه بدلېږي، د توکو بیې ورسره ښکته پورته کېږي.

اوس یو کیلو ګاز د کابل په ښار کې له ۱۰۰ نه تر۱۲۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.

خو طالبان وايي، ډېر ژر به دغې ستونزې ته رسېدنه وشي.

د کابل ښار د ۱۷مې حوزې امر انجنیر شهاب لېوال ازادي راډیو ته وویل، د کابل ښار نه د ناوړو خلکو له راټولېدو وروسته د دوی لومړیتوب په ښار کې د خوراکي موادو څارل دي.

ښاغلی لېوال زیاتوي: "له دې وروسته پروګرام دا دی چې د موادو د بیو په ټیټولو کار وشي چې د فواید عامې ریاست او وزارت خپل کار پیل کړ، نتیجه به‌یې له رسنیو سره شریکه شي."

ښاغلی لېوال له ټولو سوداګرو غواړي چې د خلکو ستونزو ته په پام د موادو بیې لوړې نه‌کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ګډون د افغانستان په تقریباً ټولو ولایتونو کې د طالبانو له واکمن کېدو او د دولتي ادارو په غیر فعالېدو سره د ځواک تشه رامنځته شوې او روښانه نه‌ده چې په افغانستان کې به څه ډول حکومت جوړېږي او برخلیک به‌یې څنګه وي.

XS
SM
MD
LG