د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

۲۰۲۴ او افغانستان؛ نیمایي وګړي یې بیا بشري مرستو ته اړ دي


تصویر له ارشیفه: یو شمېر بېوزله افغان مېرمنې
تصویر له ارشیفه: یو شمېر بېوزله افغان مېرمنې

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان بشري اړتیاوو ته د رسېدو پلان؛ په دې پلان کې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر جوړ کړی راغلي، په ۲۰۲۴ کال کې ۲۳،۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دوی کې ۱۷،۳ میلیونه وګړي لومړیتوب کې دي.

اوچا په ۲۰۲۴ کال کې په دې شمېر اړمنو افغانانو ته د کلیدي مرستو لکه خوراکي توکو، د څښاک اوبو او روغتیايي او ښوونیزو اسانتیاوو برابرول اړین ګڼلي، خو وايي، ۳،۶ میلیارډ ډالرو ته اړتیا ده چې دا مرستې اړمنو ته ورسېږي.

د اوچا له قوله، افغانستان اوس‌مهال د څلور لسیزو جګړو، فقر، اقلیمي بحران او په عمومي ژوند کې د ښځو د مشارکت پر وړاندې د خنډونو جوړولو له بدو پایلو سره لاس و ګریوان دی.

په راپور کې زیاته شوې، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې رامنځ‌ ته شوي سیاسي بدلون په ښارونو او کلیو کې د خلکو د ژوند محدود فرصتونه لا هم سخت کړي دي او د افغانستان کمزوری اقتصاد چې په بشري او نورو مرسته تکیه دی؛ د ښځو په اقتصادي فعالیتونو د بندیز له امله له لا زیاتو ننګونو سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د طالبانو حکومت له‌خوا په نجونو او ښځو د طالبانو سخت بندیزونو ته په اشارې لیکلي، د ښځو پر وړاندې دوامداره محدودونکو تګ‌لارو مرستو او خدماتو ته د ښځو د لاس‌رسي مخه نیولې او ترڅنګ یې د نړیوالې ټولنې په ښکېلتیا او د مرسته کوونکو په مرستو هم منفي اغېزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په کور دننه د افغانانو بې‌ځایه کېدل، د کډوالو راستنېدنه، اقلیمي بدلون او د بودجې کمی هغه لویې ننګونې بللي چې په دې هېواد کې یې بشري اړتیاوې ډېرې کړي؛ خو اغېزمنو ته لاس‌رسی یې محدود کړی دی.

کابل کې یو خیرات غوښتونکی ماشوم
کابل کې یو خیرات غوښتونکی ماشوم

په راپور کې راغلي، که څه هم اوس شخړې پای ته رسېدلي؛ خو لا هم د ناچاوده توکیو خطر، په ډېر شمېر بې‌ځایه شويو، اقلیمي بدلون په ځانګړي توګه وچکالۍ، د سفر محدودیت، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي، د ماشومانو کار، له وخت مخکې واده او د رواني روغتیا په برخه کې اړتیاوو او ستونزو له امله دا هېواد د بېړني حالت په لومړۍ درجه کې دی.

اوچا د خپل راپور په پای کې که څه هم بشري مرستې اړینې بللي، خو د ستونزو د دایمي حل لپاره یې د غیرنظامي بنسټونو جوړول او په پښو درول مهم بللي دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان هم په ساړه ژمي کې له خپل بد وضعیت ځورېږي.

عبدالرحمن وايي، حیران دی چې په دې سوړ ژمي کې څه ډول خپله کورنۍ وساتي، وایي:

"بې له خدای په دې ژمي کې هیڅ نه‌لرو. نه اوړه شته، نه چای او نه‌بل څه، هیڅ هم نه‌لرو. "

محمد ابراهیم هم له ورته برخلیک سره مخ دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

"واړه بچیان مې دي. یوه مړۍ ډوډۍ ورته نه پیدا کېږي. الوګان جوشوم او په بازار کې پلورم، په کور کې مې لس تنه دي. "

اوچا داسې مهال په ۲۰۲۴ کال د افغانستان نیم نفوس ته په بشري مرستو ټینګار کوي چې د خوړو نړیوال پروګرام او یو شمېر نورو مرستندویه سازمانونو د بودجوي کمښت او تر څنګ یې د طالبانو حکومت له‌خوا د نجونو او ښځو په کار د بندیز له امله خپلې مرستې کمې کړي او یا یې هم خپل فعالیت درولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG