د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

اوتونبایوا: له پنځه تر اتو میلیونو افغانان د نشه‌يي توکو په استعمال روږدي دي


ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې په نشه يي توکو اخته کسان.
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې په نشه يي توکو اخته کسان.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي چې له پنځه تر اتو میلیونو افغانان د نشه‌يي توکو په استعمال روږدي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وايي د افغانستان د ۴۰ میلیونه نفوس له ډلې پنځه تر اته میلیونه یې د نشه‌يي توکو په استعمال روږدي دي.

روزا اوتونبایوا د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د خبر څانګې سره په یو مرکه کې ویلي چې په دې شمېر کې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

د مېرمن اوتونبایوا په خبره فقر او درملو ته د افغانانو نه لاسرسی په نشه‌يي توکو د روږدي کېدو عمده لاملونه دي.

نوموړې وايي چې ډېری غالۍ اوبدونکې مېرمنې له دې امله چې دا کار ډېر ستړی کوونکی دی او د کار پر مهال خوب ورنه‌شي نشه‌يي توکي استعمالوي او وروسته پې روږدې کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا

هغې دغه شان ویلي، یو شمېر افغان نارینه هم د دې لپاره چې په یوه لویه کاري ورځ کې ستړي نه شي له تاریاکو ګټه اخلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په خبره د دې ترڅنګ په افغانستان کې د درملو کمښت بل لامل دی چې په ځای یې په دې سنتي ټولنه کې خلک له تاریاکو ګټه اخلي او وروسته یې دا عمل په روږدېدا بدلېږي.

په همدې حال کې په نشه‌يي توکو د یو شمېر روږدو کسانو د کورنۍ غړي وايي چې فقر یې د روږدي کېدا لامل دی او دغه وضعیت له کورني تاوتریخوالي سره هم مخ کړي دي.

د کابل اوسېدونکې مریم چې له تېرو ۱۳ کالو راهیسي یې پلار د شیشي او تاریاکو په نشه اخته دی، وايي: " فقر او بې‌وزلي زما د پلار جان د دغه وضعیت لاملونه دي، اوس هم په یو بد وضعیت کې رایسار یوو، موږ یې درملنه هم ونه شوه کړای ځکه اقتصادي توان یې نه لرو. پلار مې هم چندان ښه وضعیت نه لري، ځکه خپل دې حالت او ژوند ته زورېږي."

د کابل یو بل اوسېدونکی حسن هم وايي چې پلار یې له تېرو شلو کلونو راهیسې د نشه‌يي توکو په استعمال روږدی دی.

ارشیف: په فراه کې یو شمېر معتادین
ارشیف: په فراه کې یو شمېر معتادین

هغه وویل: "هغه کیسه کوي چې د ځوانۍ پر مهال ایران ته تللی وو او هلته لږ لږ د پوډرو او شیشې په استعمال روږی شوی دی او تراوسه په دې عمل اخته دی. د روږدو انسانانو هېڅ وخت وضعیت ښه نه وي همېشه په کور کې جنګ او جنجال زیات وي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته په دې هېواد کې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ډېری مرکزونه د نړیوالو مرستو د پرې کېدو له امله تړل شوي او یا یې هم خپل فعالیتونه کم کړي دي.

نړیواله ټولنه په داسې حال کې په افغانستان کې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د زیاتېدو په اړه اندېښنه لري چې اوسمهال افغانستان له اقتصادي ناروین، فقر او بې‌وزلۍ سره مخ دی.

د ښځو په کار د طالبانو د بندیز له پرېکړې وروسته چې له امله یې ګڼو نړیوالو مرستندویه بنسټونو له افغانستان سره خپلې مرستې بندي کړي یا د بندیدو تر کچې راکمې کړې دي وضعیت لا پسې خراب کړی، خو طالبانو په دې اړه خپل دریځ لا هم نه دی بدل کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG