د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

ارواپوهان: د نشه یي توکیو په زیانونو د کورنۍ پوهول د معتاد درملنه تضمینوي


د یو شمېر معتادینو پخوانی تصویر
د یو شمېر معتادینو پخوانی تصویر

ولي احمد په پروان ولایت کې د موټرو جوړولو ورکشاپ درلود او له شپاړسو کالو راهيسې يې د چرسو نشه کوله، خو کله چې کورنۍ له کوره وشاړه د چرسو تر څنګ يې نورو نشه يي موادو ته هم مخه کړه.

ولي احمد وايي، چې د کورنیو غړي يې د نشه يي موادو د زیانونو او اعتیاد په اړه نه پوهېدل، له همدې امله يې د ملاتړ پر ځای دی له کوره وايست او دا له کوره شړل د دې سبب شوه چې دی د تل لپاره د اعتیاد په لومه کې بند پاته شي.

نوموړی وایي:

" یوه ورځ مې په کور کې د تاریاکو نشه کوله، زوی مې راغی سوټی يې راباندې راپورته کړ ويل پلاره ولې تارياک څکوې؟ ما وليدل چې وهي مې ولاړ شوم او دوکان ته ولاړم. لومړی مې د چرسو نشه کوله، وروسته مې د تاریاکو نشه هم پيل کړه. یوه ورځ یو موټرچلوونکی راغی له جېب څخه يې هيرويين راوايستل، ويل راشه دا نشه نه کوې؟ لنډه دا چې دا نشه مې پيل کړه او په يوه دود زه هم پوډري شوم. "

دا هم یو شمېر معتادین دي
دا هم یو شمېر معتادین دي

د معتادینو د درملنې مرکزونو ته د ورغلو معتادینو اندازه ښيي، که څه هم په افغانستان کې ډېری معتادینو واده کړی، خو بیا هم ډېری يې بې کوره دي او له خپلو کورونو څخه ليرې له نورو معتادینو سره شپې او ورځې تېروي، ځکه د اعتیاد په اړه نه پوهېدل د دې سبب شوي، چې کورنۍ خپل معتاد غړي شرم وبولي او له کوره يې وشړي.

د معتادینو د درملنې ډاکټران وايي، تر درملنې مخکې د کورنیو همکاري نه کول د دې سبب کېږي چې معتاد درملنې ته غاړه نه ږدي او که درملنه يې هم وشي، د کورنۍ د نه ملاتړ له امله بيرته نشو ته مخه کوي.

ډاکتر محمد نبي عظيمي د معتادینو د درملنې د مرکزونو له چارواکو څخه غواړي چې، د درملنې د ښې او مطلوبې نتيجې لپاره دې د معتادینو کورنۍ د نشه يي موادو په زیانونو او اعتیاد په څرنګوالي وپوهوي.

ډاکټر عظیمي وایي:

" د کورنۍ روزل تر ټولو مهم کار دی، باید د ناروغ کورنۍ ته وروښودل شي چې له ناروغ سره څه ډول همکاري وکړي او ناروغ څه ډول له دې حالت څخه وباسي. د ډاکټر او ارواپوه په پرتله د کورنیو د غړو مرسته ډېره مهمه ده، چې هغوی د نشه يي موادو د زیانونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او له ناروغ سره مرسته وکړي.

د معتادینو د درملنې مرکز کارکوونکي له یوه معتاد سره د مرستې پر مهال - ارشیف
د معتادینو د درملنې مرکز کارکوونکي له یوه معتاد سره د مرستې پر مهال - ارشیف

په کابل کې د معتادینو د درملنې ارواپوه تمیم سنجاني وايي، دا یو ضروري کار دی چې باید معتادینو او کورنیو ته يې یو ډول پوهاوی ورکړل شي:

ښاغلی سنجاني وایي:

" هر څومره چې د نشه يي موادو د زیانونو او معتاد سره د چلند د څرنګوالي په اړه د ټولنې معلومات ډېر شي، په هماغه اندازه د معتاد درملنه ژر کېږي. "

د نړیوال روغتيايي سازمان د څېړنو پر بنسټ، اعتیاد یوه دماغي ناروغي ده، چې د انسان د وجود د نورو غړو په پرتله د انسان ذهن ته ډېر زیان رسوي، له همدې امله د معتاد درملنه تر یوه کال ډېر وخت ته اړتیا لري او د درملنې هغه پړاو چې له روغتيايي مرکز څخه تر رخصت کېدو وروسته پيل کېږي، تر ډېره حده د کورنۍ په همکارۍ او مرستې پورې تړلې ده.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG