د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د ایران په مشهد کې پر افغان کډوالو د کار بندیز او د دوی شکایتونه


له ارشیفه په ایران کې د یو شمېر افغان کارګرانو تصویر
له ارشیفه په ایران کې د یو شمېر افغان کارګرانو تصویر

هغه افغانان چې د بېکارۍ او امنیتي ستونزو له امله ایران ته تللي، وايي چې اوس د ایران د حکومت له خوا د دوی پر کار کولو محدودېتونه لګول شوي دي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د مرکز مشهد ښاروالۍ شهرارې ورځپاڼې د شنبې په ورځ د سیمه ایزو چارواکو په حواله خبر ورکړ چې د دغه ښار په ټولو ګرځنده بازارونو کې د بهرنیانو هر ډول فعالیتونه منع دي.

دا حکم په لیکلې بڼه د مشهد ښار د جمعه بازار په دروازه کې هم ځړول شوی دی چې خلک یې وویني.

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې تل د پولیسو له ناوړه چلند سره مخ شوي او اوس له ایران څخه د ایستل کېدو له وېرې نه شي کولای چې کار وکړي.

په وروستیو کې له ایران څخه هم د افغان کډوالو د ایستو لړۍ چټکه شوې
په وروستیو کې له ایران څخه هم د افغان کډوالو د ایستو لړۍ چټکه شوې

د دوی له ډلې حفیظ الله نایبي ازادي راډيو ته وویل، چې په دې هېواد کې د کار او ژوند اجازه نه لري.

هغه زیاته کړه:

"بهر نه شو تللای چې ښار ته لاړ شو اوبه او ډوډۍ واخلو، له کار څخه منع شو، بهر ته له تللو منع شو، موږ په تلخونو کې د کارتنونو او خښتو پر سر ویده کېږو، ډېر سخت ژوند لرو، پرون یو هلک ناروغ شوی و، و مو نشوای کړای چې ډاکتر ته یې بوځو."

د شاکر په نوم په ایران کې یو بل افغان کډوال وايي، د ایران د حکومت محدودیتونو دوی په خپل ورځني ژوند کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاتوي:

"په ایران کې افغانان اکثره کارګران دي یا هم سودا خرڅوي، که په کار کولو یې بندیز ولګول شي، ډوډۍ به پرې بنده شي، د کور کرایه او لګښتونه به یې پاتې شي، له بل هېواد څخه پیسې هم نه ورته راځي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د هوارېدو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ایران ته په سفر دی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ایران ته په سفر دی

خو د ځینو ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې وې.

د ایران د نیمه دولتي مهر خبري اژانس د راپور له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د یوه میکانیزم پر جوړولو موافقه وکړه.

تر دې مخکې د ایران د کار وزارت ویلي وو، هغه افغان کډوال چې د کار جواز یا موقتي کارتونه نه لري په دغه هېواد کې د کار کولو اجازه نه لري او خبرداری یې ورکړی و چې که کوم کس یا اداره د کار له اجازې پرته کډوال وګوماري، جریمه به شي.

د ایران حکومت ویلي دي چې شاوخوا پنځه میلیونه افغانان په ټول ایران کې په ناقانونه توګه ژوند کوي او د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي مخکې خبرداری ورکړی و چې دغه شمېر کډوال به له ایرانه وباسي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په سلګونو زره افغانان د امنیتي ګواښونو، بې وزلۍ او بېکارۍ په ګډون د ځینو نورو لاملونو له امله د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG