د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د ژمي پیل او بېوزلي؛ د افغانانو اندېښنې او غوښتنې څه دي؟


له ارشیفه د لوګر د یو شمېر بې کورو خلکو د خېمو تصویر
له ارشیفه د لوګر د یو شمېر بې کورو خلکو د خېمو تصویر

په داسې حال کې چې هوا سړه شوې او د ژمي موسم پیلېدو ته یوازې څو ورځې پاتې دي، یو شمېر افغانان اندېښمن دي چې سږ کال به په سړه هوا کې خپل ژوند څنګه تېر کړي او د تودوخې له کومو وسايلو کار واخلي.

دوی ازادی راډیو ته وویل چې سږ کال د اقتصادی ستونزو له امله د سون توکیو د پېرلو وس نه لرى او هڅه کوی چې ارزانه او اقتصادي وسیلې وکاروی.

د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکى سيد رباني وايي چې دوى ژمى د تاوخانو په تودلو سره تېروي چې سون توکي ورته له غرونو راوړي.

هغه وایي:

"سږکال د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې، د ژمي لپاره د سونګ توکو د پيدا کولو په هڅه کې يم ، خو تر اوسه مې څه نه دي اخيستي، خو موږ دلته له تاوخانو کار اخلو ، چې اوبه ګرمې وي، کورونه هم ورسره ګرم وي. او ډوډۍ هم پخوي، اقتصادي او ارزانه هم تمامېږي."

د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ اوسېدونکى ګل محمد هم وايي چې سږ کال يې اقتصادي وضعيت ښه نه دى او نه شي کولى چې د تودوخې کومه وسيله وکاروي، خو د دې لپاره چې ماشومان يې ناروغه نه شي، اړ دى چې ژمى په صندلۍ کې تېر کړي.

افغان مېرمنې او ماشومان د سړې هوا او بېوزلۍ تر ټولو زیات متضررین ګڼل کیږي
افغان مېرمنې او ماشومان د سړې هوا او بېوزلۍ تر ټولو زیات متضررین ګڼل کیږي

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"زه هڅه کوم چې صندلۍ کېږدم ، هغه هم د ناچارۍ له امله چې ماشومان مې ناروغان نه شي، خو د صندلي د ګرمولو لپاره د لرګیو یا سکرو د اخیستلو وس نه لرم."

خو د کابل ښار اوسېدونکې بخت بي بي وايي چې د سختې بې وزلۍ له امله نه شي کولى چې صندلۍ هم کېږدي.

بخت بي بي زیاتوي:

"دوه کاله کېږي چې نه بخارۍ لرم او نه چرۍ حتى د صندلۍ د کېښودو، وس هم نه لرم دا مهال زه او ماشومان مې ناروغه یو، د يوې نسخې دوا پیسې نه لرم . زه د صندلۍ بخارۍ او چرۍ د ګرمولو پيسې له کومه کړم زه د خدای دربار ته له هیلې پرته بل څه نه لرم."

د افغانستان د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي په داسې حال کې چې له خپلو اقتصادي ستونزو شکايت کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته بې وزلي او بېکاري په بې ساري ډول ډېره شوې ده.

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

که څه هم د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د تېلو بیه یو شان نه ده، خو د کابل اوسېدونکي وايي چې د یو ټن لرګیو بیه لس زره افغانۍ، د يو ټن سکرو ۱۴زره افغانۍ، او یو کیلو ګاز ۵۵ افغانۍ دی.

د دوی په وینا، منظمه او دوام داراه برېښنا هم نشته، چې خپل کورونه پرې تاوده کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، تر ۲۰۲۳ کال کې به له ۲۹ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري او دا شمېره به له پاکستان او ایران څخه د کډوالو په ايستلو سره نوره هم لوړه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG