د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د کابل د دشت برچي د یو شمېر اوسیدونکو ادعا؛ طالبان د ستنو شویو کډوالو د مرستې په نوم په زوره پیسې را نه اخلي


له ارشیفه د طالبانو د یو شمېر ځواکونو تصویر
له ارشیفه د طالبانو د یو شمېر ځواکونو تصویر

یو شمېر کابل ښاریان؛ په ځانګړي ډول د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکي ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په تېرو دوو اونیو کې له پاکستانه ایستل شویو کډوالو ته د مرستې په نوم له دوی څخه په زور او ګواښونو پیسې اخیستې دي.

ځینو دوی دا ادعا هم کړې چې مرستو ټولولو ته راغلي کسانو کې وسله وال هم وو.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې د مرستو ډېره برخه د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د دشت برچي قلعه نو، نقاش، کته بلندى او یو شمېر نورو سیمو څخه راټوله شوې ده.

د قلعه نو دشت برچي سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل:

"د دې ناحيې او د استخباراتو له مديرايت نه کسان راغلل او د هرې دروازې شاته يې وويل چې موږ کډوالو ته د مرستې لپاره پيسې راټولوو، چې له پاکستان څخه په زوره ايستل شوي، تاسو پيسې ورکړئ، يو شمېرو نه يې په زوره واخيستې. یو شمېر خلکو له ډېر فشار او ګواښونو سره ورکړې ، زموږ یوه ګاونډي څو څپېړې هم وخوړې په همدې خاطر، او له مونږ نه یې هم په زور او ګواښولو سره پيسې واخيستې . "

په وروستیو کې له پاکستانه لسګونه زره افغانان په زوره ایستل شوي چې طالبانو ورسره د مرستو خبر ورکړی
په وروستیو کې له پاکستانه لسګونه زره افغانان په زوره ایستل شوي چې طالبانو ورسره د مرستو خبر ورکړی

د دشت برچي يوه بل اوسېدونکي هم په دې اړه له موږ سره په خبرو کې وويل:

"پرته له سلام او روغبر نه دوى ماته وويل چې پيسې راوړه چې مونږ له کډوالو سره مرسته کوو ما چې ورته وویل وزګار یم او د ډوډۍ لپاره پیسې نه لرم مرسته نه شم کولى، یو وسله وال په ډېرې غوسې وویل، "دا موږ پورې اړه نه لري چې ته دنده لرې که نه، هر څومره پيسې چې لرې له مونږ سره کمک وکړه."

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ادعا کړې چې د طالبانو حکومت له دوی څخه په ليکلي ډول او د جوماتونو له لارې غوښتي چې له راستنېدونکو سره د مرستې لپاره پيسې ورکړي.

له دوی څخه دوو کسانو چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل:

" ناحيې خلکو ته خبر ورکړى چې په هر کورسل افغانۍ کډوالو ته د مرستې لپاره راټولې کړٸ حتى کاغذونه ( پارچې) يې وېشلي."

"د جومات ملا امام ټولو هغو کسانو ته چې په جومات کې و، وویل چې څومره پیسې چې لرئ او د ورکړې توان يې لرئ جومات ته يې راوړئ چې موږ یې طالبانو ته وکړو"

د کابل یوې بلې اوسېدونکې ازادي راډیو سر په ټیلفوني اړیکه کې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د ښوونځیو له زده کوونکو هم غوښتي چې له راستنو شویو کډوالو سره د مرستې لپاره له ۵ تر ۲۰ پورې افغانۍ ورکړي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د ښاروالۍ او امنیه قومندانۍ، د کورنیو چارو، کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارتونو او د طالبانو د حکومت د استخباراتو ویندویانو د دغو ادعاوو په اړه زموږ پوښتنې نه کړې.

مولوي کبير: زموږ حکومت او بهرنۍ ادارې له راستنو شويو ګډوالو سره د مرستې لپاره همغږې دي
مولوي کبير: زموږ حکومت او بهرنۍ ادارې له راستنو شويو ګډوالو سره د مرستې لپاره همغږې دي

خو د طالبانو د حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس د جمعې په ورځ په يوه راپور کې د طالبانو د حکومت د سياسي مرستيال مولوي کبير په حواله ليکلي دي چې حکومتي او بهرنۍ ادارې له راستنو شويو کډوالو سره د مرستې لپاره همغږې دي.

هغه دغه شان ادعا کړې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د ايستل شویو کډوالو ښه مدیریت او پر وخت اداره کول د دوی د دفترونو لوړ ظرفیت او د افغانستان د ابادولو وړتیا ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه یو شمېر راستنو شویو کډوالو له ازادي راډیو سره په خبرو کې بیا- بیا د مرستو له نشتوالي او کموالي شکایت کړی دی.

د نومبر په لومړۍ نېټه، د پاکستان حکومت د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ چې تر اوسه یې شاوخوا ۵ لکه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي او په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم چټک شوی دی.

XS
SM
MD
LG