د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

د پاکستان او ایران له زندانونو د زرګونه افغان بندیانو را خوشې کېدل


تصویر له ارشیفه، یو شمېر افغان کډوال چې د پاکستان په یوه زندان کې بندیان دي
تصویر له ارشیفه، یو شمېر افغان کډوال چې د پاکستان په یوه زندان کې بندیان دي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو حکومت جنرال کونسل عبدالجبار تخاري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په تېر یوه کال کې د سند ایالت له زندانونو څخه څه باندې درې زره افغان کډوال ازاد شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي وویل چې له دې ډلې ۹۰ تنه د ډسمبر په پنځلسمه له زندان څخه ازاد شول.

تخاري زیاته کړه:

"د ډسمبر په ۱۵مه ۵۶ بندیان چې قانوني اسناد یې نه درلودل او ۳۳ بندیان چې اسناد یې درلودل، خوشې شول. په تېر یوه کال کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۰۵۳ تنه چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، خوشې شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي. همدا ډول په تېرو دوو میاشتو کې ۴۶۰ کډوال چې په پاکستان کې یې کورونه او قانوني اسناد درلودل، خوشې شول او کورونو ته یې واستول شول."

د ښاغلي تخاري په وینا، اوس هم ۳۵۶ تنه افغانان د سند ایالت په مختلفو زندانونو کې بندیان دي.

د پاکستاني پولیسو لخوا د افغان کډوالو نیول لا هم دوام لري
د پاکستاني پولیسو لخوا د افغان کډوالو نیول لا هم دوام لري

د رومان یادګار په نوم یو افغان کډوال چې تازه د خیبرپښتونخوا له یوه زندان څخه ازاد شوی او افغانستان ته رالېږل شوی، د پاکستان د پولیسو له ناسم چلند څخه شکایت کوي.

نوموړي د پاکستان له زندان څخه خپله ترخه کیسه ازادي راډيو ته وکړه او ویې ویل:

"موږ چې څومره پيسې درلودې، له موږ څخه يې واخيستلې او بنديان يې کړو. دوه وخته ډوډۍ يې نه راکوله. پوليسو له ښځو او ماشومانو سره بد چلند کاوه، انسان ته يې د انسان په سترګه نه کتل، بيا يې موږ دې خواته ډېپورټ کړو. "

رومان وايي، هغه داسې مهال افغانستان ته را ولېږل شو چې ټول شته یې په پاکستان کې پاتې شول.

نوموړی ادعا کوي چې د تورخم په دروازه کې هم د پاکستان د سرحدي ځواکونو له لوري ورسره ناوړه چلند شوی او پیسې یې ترې اخیستې دي.

یوه بله کډواله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل چې ورور یې څلور میاشتې وړاندې د پاکستان په سبزي منډيي کې د پولیسو له خوا نیول شوی او تر اوسه نادرکه دی.

دا کډواله وایي:

"سبزي منډيي ته تللی و چې ترکاري واخلي، پولیسو نیولی و، پیسې یې هم ترې اخیستې وې او تر اوس یې په اړه هېڅ معلومات نشته چې زنداني دی که نه؟ او دا چې چېرته دی؟ د کورنۍ یوازېنی سرپرست و، خپله هم د پولیسو زندان ته پسې لاړم نه، ځکه پاسپورت او ویزه نه لرم."

تر دې مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان زندانیانو یوې مدافع وکیلې منېزې کاکړ هم د دغه ښار په زندانونو کې له افغان کډوالو په تېره بیا له افغان زندانیانو سره د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند څخه شکایت کړی و.

له ایران څخه خپل هېواد ته د یو شمېر ستنو شویو افغانانو تصویر
له ایران څخه خپل هېواد ته د یو شمېر ستنو شویو افغانانو تصویر

د طالبانو حکومت وايي، په وروستیو کې ۱۹۳ نور افغانان هم د ایران له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

په نیمروز کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه شمېر بندیان د اسنادو د نه درلودو له امله د زاهدان په الغدیر زندان کې بندیان و.

ایران په تېرو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ افغان بندیان خوشې کړي او افغانستان ته یې سپارلي دي.

د پاکستان حکومت هم چې د نومبر مياشتې له پيل راهيسې د دې هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه د افغان کډوالو د نيولو او افغانستان ته یې د لېږلو لړۍ ګړندۍ کړې، تر اوسه يې شاوخوا ۵ سوه زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG