د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ په تور د نږدې سلو افغانانو نیول کېدل او غبرګونونه


له ارشیفه د یو شمېر پاکستاني ځواکونو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر پاکستاني ځواکونو تصویر

د پاکستان له لوري له ترهګرۍ سره د تړاو په تور پر افغانانو د تورونو د پورې کولو په دوام د دې هېواد د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې CTD په یوه راپور کې ادعا کړې چې په تېرو دوه کلونو کې ۹۲ افغانان په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو له دې ډلې جیو نیوز ویلي، په دغه راپور کې راغلي چې په یاد شمېر کې ۶۶ افغانان سږ کال او ۲۶ نور تېر کال نیول شوي دي چې په ۶۹ ترهګریزو فعالیتونو کې یې لاس درلود.

په راپور کې دغه شان ادعا شوې چې په تېرو دوه کلونو کې ۱۰ ترهګر چې افغانان وو د ترهګریزو کړنو پر مهال وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د دې راپور پر بنسټ دا ادعا هم کړې چې په تېرو دوه کلونو کې د ګواښونو له لارې د پیسو د ترلاسه کولو په ۱۲ پېښو کې ۲۰ افغانان ښکېل وو چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت په داسې حال کې دا راپور خپور کړی چې په وروستیو کې په دې ایالت کې د ناامنۍ پېښې زیاتي شوي دي.

د روانې ډیسمبر په ۱۲ مه د خیبرپښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو په یو مرکز چې د پوځ له لوري ساتل کېدو د پاکستاني طالبانو په حمله کې ۲۳ پاکستاني امنیتي سرتیري ووژل شول.

د ډېره اسماعیل خان د پېښې یوه څنډه
د ډېره اسماعیل خان د پېښې یوه څنډه

د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو د پېښور د پولیسو په حواله راپور ورکړ چې د ځان مرګي بریدګر په ګډون ټول شپږ حمله کوونکي افغانان وو.

د دې ادعا په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمي ډول تر اوسه څه نه دي ویلي خو مخکې تر دې یې دغه ډول ادعاګانې رد کړي دي.

مخکې تر دې هم یو شمېر پاکستاني چارواکو ورته ادعاوې کړې دي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې CTD په تازه راپور کې د شویو ادعاوو په اړه مو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب وپوښت خو د دې راپور تر خپرېدو پورې دوی زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د امنیتي چارو یو شمېر پوهان او پخواني افغان ډیپلوماټان وايي پاکستان په وروستیو کې هڅه کوي چې ځان د ترهګرۍ د روزنکي پرځای، د ترهګرۍ د قرباني وښیي په داسې حال کې چې د دوی په خبره، پاکستان د ترهګرو د روزنې پراخه مرکزونه لري.

په پاکستان پخواني افغان ډیپلوماټ زردشت شمس ازادي راډيو ته وویل:

"دوی " د پاکستان حکومت " په دې سره غواړي دوه اهدف ترلاسه کړي، اول خو دا چې غواړي نړۍ ته ځان د ترهګرۍ قرباني هيواد وښيي او په دې سره له نړۍ امتیاز او مرسته ترلاسه کړي، بل دا چې له دې لارې غواړي چې په افغانستان کې په واکمنو طالبانو فشار راوړي او خپلې غوښتنې پرې ومني. "

پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات، زردشت شمس
پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات، زردشت شمس

په ورته وخت کې د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر وايي پاکستان تل هڅه کړې چې د ترهګرو ډلو په روزولو د افغانستان او سیمي امنیت وګواښي خو اوس د خپل هیواد دننه د ناامنۍ تورونه پر افغانانو پورې کوي.

اتمر زیاتوي:

"ټولې ترهګرې ډلې په پاکستان کې پیدا کړل شوي دي، روزل شوي او تجهیز شوي او وروسته د سیمې د ناامنۍ لپاره بیلابیلو هیوادونو ته استول شوي دي، او بیا په پاکستان کې میشت افغانان خو کډوال دي د دې توانايي نه لري چې ناامني جوړه کړي دا یوازې تور لګول دي او هیڅ ډول حقیقت نه لري. "

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو حملې زیاتې شوي دي، هغه وسله واله ډله چې د پاکستان د ادعا پر بنسټ په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار -وار دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان نا امني د دې هېواد کورنۍ مسله ده او باید خپله یې حل کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG