د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

طالبانو سره د پاکستان اړیکې ولې ترینګلې دي؟


له ارشیفه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي او د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر د لیدنې تصویر
له ارشیفه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي او د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر د لیدنې تصویر

انډيپينډنټ بریټانوۍ خپرونې د ملګرو ملتونو نوي راپور ته پام اړولى چې په کې ويل شوي، طالبان هغه ښځې چې له تاوتريخوالي سره مخ شوي، زندانونو ته لېږدوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، طالبانو ادعا کړې چې دوی دا کار د دې ښځو د خوندیتوب لپاره کوي.

انډیپنډنټ لیکي د طالبانو حکومت ۲۳ دولتي مرکزونه چې له تاوتریخوالي څخه د اغېزمنو ښځو د خوندیتوب لپاره جوړ شوي وو، منحل کړي دي.

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو ویلي چې د طالبانو حکومت دې سازمان ته ویلي نور داسې مرکزونو ته اړتیا نه لري چې د خوندي کورونو په نوم یادیږي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو دغه راپور ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه ښځې زندانونو ته نه؛ بلکې په توقیف خانو کې ساتل کېږي او خوندي کورونو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

انډیپنډنټ هم د خپل تحلیلي راپور په دوام کې د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي بندیزونه په ګوته کړي او لیکلي یې دي افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې پکې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري.

انډیپنډنټ لیکي، افغانستان چې څه موده وړاندې یې په لوړو دولتي پوستونو کې ښځې لیدلې، له کلونو راهیسې د ښځو لپاره د نړۍ د بدو هېوادونو په لېست کې دی.

د یوریشیا ریویو انلاین مجلې چې مرکز یې په نیویارک کې دی، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې له طالبانو سره د پاکستان اړیکې ترینګلې دي؟ یوه مقاله خپره کړې ده.

د دې راپور لیکوال انور اقبال لیکي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي چې له همدې امله د افغان طالبانو او اسلام اباد تر منځ کړکېچ مخ په زیاتېدو دی.

لیکوال ادعا کړې چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو موجودیت د دغه کړکېچ اصلي لامل دی.

که څه هم طالبانو په وار وار ویلي چې دوی هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد عملیات وکړي، خو د پاکستان حکومت ویلي چې په پاکستان کې د څو وروستیو بریدونو عاملین د تحریک طالبان پاکستان عناصر وو چې له افغانستان څخه بریدونه پلان او ترسره کوي.

په پاکستان کې تر ټولو وروستۍ مرګونې حمله په دیره اسماعیل خان کې پر پاکستاني پوځیانو شوې چې پکې لږ تر لږه ۲۳ پوځیان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې ډلې د دې برید مسوولیت منلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې دغه ډله له تحریک طالبان پاکستان سره تړلې ګڼلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زهرا بلوچ د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د طالبانو حکومت باید د دغه برید عاملین او د تحریک طالبان پاکستان مشران اسلام آباد ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG