د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

یوریشیا ریویو: د طالبانو تر کنټرول لاندې القاعده شبکه بیا پیاوړې کیږي


له تصویره د طالبانو د امنیتي ځواکونو یو تصویر
له تصویره د طالبانو د امنیتي ځواکونو یو تصویر

یوریشیا ریویو په یو تحلیلي مطلب کې د څارونکو له قوله لیکلي دي چې وايي، د طالبانو تر کنټرول لاندې القاعده شبکه بیا پیاوړې کیږي.

خپرونه د حماس او اسراییلو ترمنځ جګړې ته د اشارې په ترڅ کې لیکي، داسې مهال چې منځنی ختیځ یوځل بیا له ناکرارۍ سره مخامخ دی د نړۍ په بېلابېلو برخو کې بېلابېلې ډلې هڅه کوي چې له دې وضعیت څخه د ځان په ګټه کار واخلي.

یوریشیا ریویو لیکي، حتی په امریکا کې ځوانانو اوس د فلسطین په اړه د القاعده شبکې پخوانۍ تبصرې هېرې کړې دي.

د خپرونې په لیکنه، په عین حال کې القاعده چې د مطلب د لیکوال په وینا په افغانستان کې یې پناه اخیستې هم داسې نښانې ښودلي چې بیا راژوندۍ کېږي.

په مطلب کې راغلي چې د طالبانو واکمن رژیم د القاعده شبکې له پاته شونو سره خپل اړیکي بیا تازه کړې دي، خو دې ډلې له نړیوالو سره د طالبانو له خوا د شویو موافقو په اساس منلې چې د اوس لپاره به ترڅار لاندې پاته کېږي څو له طالبانو سره مرسته وکړي چې له نړیوالو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

یوریشیا ریویو وړاندې لیکي، هغه کسان چې نړیوال د طالبانو رسمیت پېژندلو ته هڅوي، استدلال کوي چې طالبان بدل شوي او خپلې تېرې غلطۍ یې منلي.

خپرونه زیاتوي، دا کسان ادعا کوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان امنیت ښه شوی دی خو د لیکوال په وینا دې کسانو دا خبره هېره کړې ده چې دا طالبان و، چې په افغانستان کې یې ناامني راوستې وه.

طالبانو بیا تل د القاعده په شمول د نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو لرلو ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د د افغانستان خاورې د نړۍ د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د یوې اروپايۍ تحقیقاتي ټولنې خپرنیز ارګان مډرنه ډيپلوماسي په یوه تحلیلي مطلب کې پوښتنه کوي چې ولې د پاکستاني طالبانو ډله لاهم ژوندۍ ده.

خپرونه د سپټمبر په شپږمه د پاکستان په چترال سیمه کې تروریستي برید ته اشاره کوي او لیکي چې د پاکستان حکومت هغه مهال ادعا وکړه چې دا حمله د پاکستاني طالبانو تحریک یا TTPپه افغانستان کې پلان کړې وه.

مډرنه ډيپلوماسي لیکي چې پاکستان په تېره یوه لسیزه کې د دې ډلې غړو ته ډېر درانه تلفات واړول، خو د مطلب د لیکوال په وینا دا ډله په ۲۰۱۸ کال کې بیا راژوندۍ شوه او د پاکستان پر امنیتي ځواکونو یې حملې پیل کړې.

خپرونه د ځینو څارونکو هغه وینا رانقل کړې ده چې وايي، د افغان طالبانو او TTP ترمنځ ګډه ایدیالوژي چې دواړه دیوبنديان او د سني فقهې لارویان دي، د دوی اړیکي سخت پیاوړي کوي.

خپرونه لیکي چې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ د ایډیالوژۍ ګډون د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په مېشتو قبایلو کې د دوی د بقا چانس ډېر کړی دی.

مدرنه ډيپلوماسي زیاتوي چې پر دې ټولو سربېره د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ ژبنی او قومي یووالی تر ټولو ځواکمن عنصر دی چې نه شي هېرېدلای.

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان واکمنو طالبانو د پاکستان هغه ادعاوې تل رد کړې دي چې وايي، پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي ځایونه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG