د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

واشنګټن ایکزامینر: افغانستان اوس د سپټمبر د یوولسمې مخکې حالت ته بېرته ګرځېدلی


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

واشنګټن ایکزامینر:

واشنګټن ایکزامینر ورځپاڼې په یوه لیکنه کې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې تروریستي بریدونو کالیزې او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته پام اړولی دی.

لیکواله یې بیټ بیلې لیکي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه په هېواد کې د ماتم او وېرې فضا هله خوره شوه چې د القاعده ترهګرو د امریکا په خاوره کې د یو لړ تروریستي بریدونو په لړ کې ۲۹۷۷ امریکایان ووژل. د سپټمبر له یوولسمې وروسته، زموږ ملت په افغانستان کې جګړې ته اړ شو، هغه هېواد کې چې واکمنو طالبانو د دغو بریدونو پلان جوړونکو ته خوندي پټنځایونه ورکړي وو.

د واشنګټن ایکزامینر ورځپاڼې په دې لیکنه کې وړاندې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه نېټه، واک ته د طالبانو له رسېدو څو اوونۍ وروسته، امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل.

ورځپاڼه زیاتوي، په داسې حال کې چې افغانستان اوس د سپټمبر د یوولسمې مخکې حالت ته بېرته ګرځېدلی، یو شمېر کارپوهانو ورځپاڼې ته د طالبانو د جنګي جرمونو، د بشري حقونو د سرغړونو او ترهګرو ته د خوندي پټنځایونو د برابرولو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې چې باید د امریکايي مشرانو په منځ کې د خطر زنګ وکړنګوي.

مېل انلاین:

مېل انلاین ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د یوه پخواني جګپوړي امریکایي جنرال څرګندونو ته په پام اړولی چې د ولسمشر جوبایډن پرېکړه یې یوه تېروتنه بللې ده.

متقاعد جنرال فرانک مککینزي چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو په مهال یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ سینټکام د مشر په توګه دنده ترسره کوله او د ۲۰۲۲ م کال په اپریل کې تقاعد شو، د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې دې داسې احساس کوي چې له افغانستانه د ځواکونو ایستل به چې پراخ انتقادونه پرې شوي او ده یې هم مخکې دفاع کړې وه، له پلانه نیولې تر اجرا پورې د یوې لویې تېروتنې په توګه وګڼل شي.

مېل انلاین وړاندې لیکي، جنرال مککینزي مخکې له دې چې تقاعد وکړي د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې ویلي وو چې دی به د خپل ژوند ترپایه په دا ډول وتلو پښېمانه وي، هغه پرېکړه چې د امریکایانو له وتلو سره یې طالبانو ته اجازه ورکړه چې په چټکۍ د افغانستان کنټرول په لاس کې واخلي.

د ورځپاڼې په لیکنه مککینزي له دې مخکې ویلي و چې پر دې ویاړي چې امریکایي ځواکونو له کابله ۱۲۴ زره کسان وایستل، خو هغه ځانمرګي برید به یې د تل لپاره ځوروي چې د تخلیې په جریان کې په کابل هوایي ډګر کې وشو چې په نتیجه کې یې دیارلس امریکایي سرتېري او له سلو زیات افغانان ووژل شول.

د مېل انلاین په لیکنه مککینزي دا هم ویلي چې د افغانستان د حکومت ړنګېدل هغه نتیجه نه وه چې موږ یې د وتلو پر مهال تمه کوله.

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په پای کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په بشپړ وتلو سره په دې هېواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده، خو ورسره د لوېدیځوالو ملاتړی حکومت هم ړنګ شو او طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG