د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

مېل انلاین: یو شمېر پخواني افغان سرتیري د "مرګ لېست" کې شامل دي


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • مېل انلاین

بریتانوي مېل انلاین خپرونې، له افغانستانه د ټولو سرتيرو د اېستلو په اړه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن وروستیو څرګندونو په اشارې لیکلي: له افغانستانه د سرتیرو وتلو هغه سیمې چې مخکې په کې بریتانوي ځواکونه ځای پرځای وو، د سخت تاوتریخوالي له خطر سره مخ کړي، ځکه طالبانو په ټول هېواد کې خپل فعالیتونه زیات کړي او یو شمېر پخواني افغان سرتیري د دې ډلې په هغه لېست کې شامل دي چې خپرونې د "مرګ لېست " بللی دی.

مېل انلاین د یوه افغان سرتیري د پلار له خولې ویلي، افغانان له خپل ژونده ویریږي ځکه هره ورځ سلګونه سرتیري له لاسه ورکوي او سلګونه کورنۍ په ویر اخته کېږي.

د خپرونې په وینا دا ناهیله کوونکي څرګندونې وروسته له هغې دي چې د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن په افغانستان کې له شل کلن پوځي حضور وروسته له دې هېواد څخه د زیاتو بریتانوي سرتیرو وتل تایید کړل، خو نوموړي په خپلې یوې تازه وینا کې دا هم ویلي چې له افغانستانه یې د سرتیرو وتل د دې هېواد د هېرولو په معنی نه دي.

مېل انلاین د روسي چارواکو په حواله وايي، دا مهال وسله وال طالبان د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې له درې برخو څخه دوه برخې کنټرولوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، مسکو چمتو دی چې د طالبانو له خوا د " تیري" د مخنیوي لپاره خپل متحد تاجکستان ته اضافي امکانات برابر کړي.

مېل انلاین زیاتوي، طالبانو په چټکۍ سره ډېرې سرحدي سیمې نیولي دي او په وروستیو کې یې له ایران سره هم په یو شریک بندر واک ټینګ کړی دی.

  • سپېکټېټر مجله

د سپېکټېټر مجلې بیا افغانستان کې د مذهبي لږکیو د راتلونکې په اړه اندېښنه ښودلې ده او له افغانستانه یې د ټولو امریکايي سرتیرو د وتلو موضوع ته په اشارې ویلي: کیدای شي د جو بایډن دا پرېکړه د امریکا دننه په ځانګړي توګه د ټرمپ د پلویانو ترمنځ محبوبیت ولري، خو ډېر ژر به د هغو افغانانو لپاره چې د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته طالبانو ته پاتېږي، ناوړه عواقب ولري.

سپېکټېټر مجله وړاندې وايي، په افغانستان کې غیر مسلمان لږه کي ښايي د طالبانو له پرمختګ سره تر ټولو زیات زیان وویني.

په وروستیو کې د افغانستان ګڼ شمېر هندو باوري او سکان له افغانستان وتلي دي، خو لا هم د دې هېواد په لویو ښارونو کې د دې دیني اقلیت یوه برخه پاتې دي. هغوی چې نه پوهیږي راتلونکی به یې په کومه خوا له ځان سره بیايي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG