د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

ابزرور: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به له بشري لحاظه څومره اغېز وکړي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ابزرور

ابزرور ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې دې موضوع ته پام کړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به له بشري لحاظه څومره اغېز وکړي؟

لیکوالې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پرمختګ ته په اشاره لیکلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د دوی قوماندانانو مخکې له مخکې نجونې له ښوونځيو محرومې کړې دي.

د ۹۰مې لسیزې پر مهال طالبانو ښځو ته د کار او زده‌کړو اجازه نه‌ورکوله.

د مقالې لیکوالې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستیو خبرو ته پام کړی دی. بایډن د افغانستان په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي و چې غواړي د خوشحالي په اړه خبرې وکړي.

وروسته په مقاله کې راغلي چې افغانان هم غواړي چې د خوشحالي په اړه خبرې وکړي. لیکوالې ویلي چې د ډېرو کسانو له نظره په ځانګړې توګه لوستو ښځو ته پر ټولنه د افراطي جګړه‌مارانو واکمني د منلو وړ نه‌ده.

لیکوالې وړانديز کړی چې نړیواله ټولنه باید افغانان، په ځانګړې توګه ښځې هېرې نه‌کړي.

په مقاله کې راغلي چې د ښځو ملاتړ باید دوام وکړي او د دوی غږ واورېدل شي.

  • دې سنډې پوسټ

دې سنډې پوسټ ورځپاڼې په دې اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې ۲۰ کاله وروسته هم طالبانو له تاوتریخوالي لاس نه‌دی اخیستی.

په دې مقاله کې لولو چې وایي د ناټو ځواکونو له وتلو او په شپه کې له بګرام هوایي اډې څخه د امریکايي نظاميانو له وتلو سره داسې تصور رامنځته شوی چې ګواکې بهرني ځواکونو په افغانستان کې ماتې خوړلې ده، خو مقاله یادونه کوي چې د ایساف تر چتر لاندې بهرنیو نظامي، ملکي او قراردادي کارکوونکو د یوه ښه، روغ او ټول‌شموله افغانستان په بیارغونه کې ونډه اخیستې ده.

د لیکوال په باور، د دوی دا هڅې په رسنیو کې هغومره نه انعکاس کېږي لکه بمي چاودنې، خو د مقالې په وینا له دې حقیقته هم سترګې نه‌شي پټېدای چې امنیتي پېښې د ناټو ځواکونو په حضور کې هم زیاتې وې.

په مقاله کې راغلي، که نړیوال ملاتړ نه‌وي، د افغانانو لاسته راوړنې ښايي له‌منځه لاړې شي. لیکوال زیاتوي، افغان حکومت له داسې طالبانو سره مخامخ دی چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې يې پر افغانستان واکمني وکړه او یو شاته پاته او جګړه ځپلی هېواد يې په خپله افراطي مفکوره نور هم ځپلی و او دا ډله اوس په جګړه کې نوره هم پخه شوې ده.

دې سنډې پوسټ ورځپاڼې د مقالې د لیکوال په باور لوېديځ هېوادونه طالبان ځکه بدل شوي بولي چې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه خپله پرېکړه توجیه کړي.

مقاله یادونه کوي چې که څه هم په افغانستان کې کورني امنیتي ننګونې لویې دي، خو دا هېواد د خپل جنوبي ګاونډي پاکستان له ننګونو سره هم لاس او ګرېوان دی. د لیکوال په وینا پاکستان ته ډېر پام کېږي ځکه دا د طالبانو د زېږېدو او پر پښو د درېدو ځای دی او د لوېديځ په باور دغه هېواد پر طالبانو نفوذ لري.

XS
SM
MD
LG