د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

ډیجیټل ژورنال: ټامپسن ویلي، د سیمې ګټې په باثباته افغانستان کې نغښتې دي


د جنوبي اسیا لپاره د امریکا مخکښ ډیپلومات ډین ټامپسن
د جنوبي اسیا لپاره د امریکا مخکښ ډیپلومات ډین ټامپسن
  • ډیجیټل ژورنال

انلاین خپرونې ډیجیټل ژورنال هند ته د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن د سفر او پر افغانستان د بحثونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په حواله، بلېنکن به په خپل دغه سفر کې را روانه چهارشنبه له صدراعظم ناریندرا مودي او د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر سره خبرې وکړي.

هند له هغو څخه هېوادونو دی چې د ډیجیټل ژورنال په لیکنه په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې پر بېلابېلو پروژو تر ۳ میلیاردو ډالرو زیاتې پیسې لګولي دي.

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا مخکښ ډیپلومات ډین ټامپسن ویلي: د سیمې د ټولو هېوادونو ګټې، په خوندي او باثباته افغانستان کې نغښتې دي.

د ده په خبره امریکايي چارواکي به له هندي شریکانو سره د دغه هدف د تحقق لپاره په ګډه کار کوي.

په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل په بشپړېدو دي، په افغانستان کې د جګړو شدت ورسره سخت شوی دی.

  • اوټلوک

له هنده خپرېدونکې اوټلوک مجلې په دې اړه لیکنه خپره کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه راپور کې ویل شوي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې ځینې رهبران په پام کې لري له وسله والو طالبانو او نورو هغو افراطي ډلو سره ملګري شي چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې مخالفت کوي.

خپرونې د راپور هغې برخې ته هم کتنه کړې چې افغانستان کې نازک امنیتي وضعیت ته په کې اشاره شوې چې دا وضعیت ښايي نور هم کړکېچن شي.

د امنیت شورا دغه راپور وايي، د داعش ډلې خراسان څانګه د نوېو ملاتړو جلبول او روزنه په خپلو لومړیتوبونو کې راوستلې ده.

خپرونې د راپور هغه برخه هم رااخیستې چې په کې ویل شوي، د داعش د خراسان څانګې مشران هیله­من دي هغه سختګیره طالبان او نور افراطي وسله وال جلب کړي چې د امریکا د متحدو ایالاتونو او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې مخالف دي.

اوټلوک د راپور بله برخه هم یادوي چې وايي، که څه هم داعش ډلې په ۲۰۲۰میلادي کال کې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ځینې سیمې له لاسه ورکړې، خو په عراق او سوریه کې د داعش خراسان څانګې د نورستان، بادغیس، سرپل، بغلان، بدخشان، کندز او کابل په ګډون نورو ولایتونو ته د خپل فعالیت لمن پراخه کړه چې د راپور په حواله د داعش جنیګالیو په کې ژورې ریښې وغځولې.

په وروستیو کلونو کې داعش ډلې په افغانستان کې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG