د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

واشنګټن پوسټ: امریکا د افغانستان او چین ننګونو سربېره د هند د ملګرتیا لټه کې ده


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګتن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې په دې تمرکز کړی چې امریکا د افغانستان او چین له ننګونو سربېره د هند د ملګرتیا په لټه کې ده.

لیکوال د مقالې پیل له هند سره د کرونا د واکسینونو لپاره د امریکا د ۲۵ ملیونه ډالرو په ورکړې باندې کړی. د لیکوال په باور امریکا دا کار په دې هدف کوي چې د خپلو دوو لویو جیوپولیتیکي ننګونو افغانستان او چین ترمنځ له ایسار هند سره ډیپلوماتیکې اړیکې غښتلې کړي.

واشنګتن پوسټ هند ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن د وروستي سفر په اړه لیکلي چې بلېنکن د افغانستان، سیمې او د هند-امریکا په دوه اړخیزو مسایلو له خپل سیال اېس جې شنکر سره خبرې کړي.

واشنګتن پوسټ لیکلي چې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره د هند، امریکا، جاپان او استرالیا د څلور اړخیز ډیالوګ د هڅو په غوړېدو باندې د بلېنکن او شنکر له‌خوا ټینګار شوی.

د مقالې یوه لویه برخه د افغانستان په تړاو د هند او امریکا ګډو فکرونو ته ځانګړې شوې.

واشنګتن پوسټ د بلېنکن په حواله هند او امریکا د افغانستان د جګړې سوله‌ییز حل ته د لارې موندلو په برخه کې هم‌نظره بللي دي.

په مقاله کې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر په حواله راغلي چې ویلي یې دي، دا طبیعي ده چې افغانستان نه به د امریکايي ځواکونو وتل ځینې پایلې ولري.

هند تر دې مخکې هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو اندېښنه ښودلې وه او ګواښ‌یې کړی و چې دا چاره به د افغان دولت وسله‌وال مخالفین او نور ترهګر لا مخته راولي او وضعه به خرابه کړي.

د واشنګتن پوسټ په دې مقاله کې راغلي، هند په دې اندېښنه کې دی چې د پاکستان په ګټه جنګېدونکي نیابتي جنګیالي به لا پرمختګ وکړي او ګڼې سیمې به ونیسي.

  • د هېل

د هېل ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې چې د یوه با ثباته افغانستان هر ډول هیله دې ته اړتیا لري چې د افغان مېرمنو لاسنیوی وشي.

په مقاله کې راغلي، وروستیو څو میاشتو کې چې امنیتي وضعه خرابه شوې افغان مېرمنې ډېرې وېرېدلي او ورسره ورسره له ښځو سره تاوتریخوالی، د طالبانو ګواښونه او د 'کووېډ-۱۹'کړکېچ هم ډېر شوی دی.

لیکوال ویلي، دا باور بېخي ناسم دی چې که ځیني خلک فکر کوي د امریکا په راوتلو نور نو افغان مېرمنو او نجونو ته پېښ ګواښونه او چلنجونه مهم نه‌دي. د لیکوال په باور که غواړو افغانستان یو وار بیا د ترهګرو په امن ځاله بدل نه‌شي، نو مهمه ده چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په څېر لومړیتوبونو او ارزښتونو ته جدي پاملرنه وشي.

په مقاله کې د تېر دوه لسیزو د افغان نجونو او ښځو د ښو پرمختګونو یادونه شوې. د تعلیم په برخه کې د نجونو پرمختګ ډېر مهم ښودل شوی چې د لیکوال په باور اوس له څه باندې نهو ملیونو متعلمینو درې نیم ملیونه‌یې نجونې دي.

همداراز په ملي شورا کې د افغان مېرمنو ونډه ۲۸ فیصده ښودل شوې چې د لیکوال په باور تر نړیوال اوسط هم دا شمېر لوړ دی.

د هېل ورځپاڼې په دې مقاله کې ټینګار کړی چې د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا د حکومت ځانګړې څانګه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید د افغان ښځو د پرمختګونو د خوندي ساتلو لپاره بودجوي هدفونه وټاکي او تعقیب‌یې کړي او نورې تمویلوونکې برخې هم دا یقیني کړي چې په تعلیم، اقتصاد، واکمنولو او رهبري کې د ښځو ونډه ښه وساتل شي.

XS
SM
MD
LG