د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز د سفر موخې او د یوه امریکایي ویاند څرګندونې


جنرال عاصم منیر، د پاکستان لوی درستیز
جنرال عاصم منیر، د پاکستان لوی درستیز

د پاکستان د پوځ لوی درستیز له امریکايي چارواکو سره په کتنو کې هڅه وکړه چې په خپل هېواد کې د تروریزم پر ضد په جګړه کې د امریکا مرسته ترلاسه کړي.

له کله چې جنرال عاصم منیر د پاکستان لوی درستیز ګومارل شوی، دا یې متحدو ایالتونو ته لومړنی سفر دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې جنرال عاصم منیر د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او دفاع وزیر لوید اسټن په ګډون له بېلابېلو ملکي او پوځي چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییز او نړیوال امنیت او روانو بحراانونو خبرې کړي دي.

د دې خبرپاڼې پر اساس، دواړو خواوو موافقه وکړه چې له تروریزم سره په مبارزه کې همکاري او دفاعي ملګرتیا د دواړو خواوو په همکاریو کې اساسي برخې دي.

جنرال عاصم د یکشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد. د ده له سفر سره هممهاله په پاکستان، په تېره بیا په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ناامنۍ خورا زیاتې شوې دي.

د پاکستان حکومت په ځلونو تور لګولی چې په افغانستان کې واکمن طالبان په خپله خاوره کې د پاکستان خلاف د جنګېدونکو پاکستاني طالبانو د پناهځایونو پر ضد اقدام نه کوي.

د چارشنبې په ورځ (دسمبر۱۳) د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي پر خپله اېکسپاڼه په ډیره اسماعیل حان کې د ۲۳ پوځیانو د وژل کېدو په غبرګون کې ولیکل چې پاکستان باید امریکا ته د اډو د ورکولو وړاندیز وکړي چې په افغانستان کې د ترهګرو پر پناهځایونو بریدونه وکړي. ده خپل پوسټ وروسته بېرته پاک کړ.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ویندوی متیو میلر څخه خبریالانو پوښتنه وکړه چې په واشنګټن کې د پاکستان له لوی درستیز سره په کتنو کې به ایا پر دې احتمال خبرې وشي چې امریکا د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو پر ځالو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وکړي.

متیو میلر :سږ کال موله پاکستان سره د همکارۍ په برخه کې یو لړ ګامونه اخیستي دي.
متیو میلر :سږ کال موله پاکستان سره د همکارۍ په برخه کې یو لړ ګامونه اخیستي دي.

ده په ځواب کې وویل چې دوی د پاکستان له حکومت سره سیمه ییز امنیت او دفاعي همکارۍ ته سترګې په لاره دي او سږ کال یې له پاکستان سره د همکارۍ په برخه کې یو لړ ګامونه اخیستي دي.

د چارشنبې په ورځ د امریکا له دفاع وزیر جنرال اسټین سره د جنرال منیر له کتنې وروسته پینتاګون په یوه بیان کې وویل چې دوی د سیمې پر وروستیو امنیتي انکشافاتو او د دفاعي همکارۍ پر بالقوه ساحو خبرې وکړې.

په خیبرپښتونخوا کې وړمه شپه په دوو جلا حملو کې یو شمېر پولیسو او پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته او د امنیتي ځواکونو او وسله والو حمله کوونکو ترمنځ په یوه بله نښته کې ۷ ښځې ټپیانې شوې.

پاکستان په خپله خاوره کې د ناامنۍ دلیل په افغانستان کې د دغه هیواد د مخالفانو پناهځایونه بولي خو افغان طالبان دا ادعا ردوي.

امریکا ته د جنرال منیر دا سفر په اوسني وخت کې چې د دوو هیوادونو اړیکې په ځانګړي ډول په ۲۰۲۱ کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په ستونزمن پړاو کې دي، له ستراتېژیک نظره ډېر مهم ګڼل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG