د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د ځینو پوځي افسرانو د استعفا له اوازو وروسته پاکستان کې ټولنیزې شبکې بندې شوي


په پاکسان کې د وروستیو اعتراضونو یو انځور
په پاکسان کې د وروستیو اعتراضونو یو انځور

په پاکستان کې خواله رسنۍ نن وروسته تر دې بندې شوې چې پرون په‌کې اوازې خپرې شوې چې یو شمېر پوځي افسرانو استعفاوې کړې دي.

په پاکستان کې خواله رسنۍ نن وروسته تر دې بندې شوې چې پرون په کې اوازې خپرې شوې چې یو شمېر پوځي افسرانو استعفاوې کړې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند دا اوازې رد کړې او ویې ویل چې پوځیان متحد دي او د پاکستان دښمنان د امنیتي ځواکونو د اختلافاتو هڅې کوي چې بریالي به نه‌شي.

په پاکستان کې فېسبوک، یوټیوب او ټویټر نن قطع شوی دی.

پرون په موقت ډول دا پاڼې وروسته تر دې فعالې شوې چې د امریکا متحد ایالتونو او د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ادارو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او پر اسلام اباد یې غږ وکړ چې دا پاڼې دې سمدستي بېرته فعالې کړي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب میننډیز په ټویټر کې لیکلي چې په پاکستان کې روان حالات څاري، د ګډوډیو د کمېدو تایید کوي او په پاکستان کې د انټرنېټ د سمدستي فعالېدو غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د بخښنې نړیوال سازمان هم پر پاکستان غږ کړی و چې سمدستي انټرنېټ فعاله کړي.

تر دې غوښتنو وروسته تېره شپه خواله رسنۍ په پاکستان کې فعاله شوې.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د موبایل، یوټیوب او ټویټر خدمات د سه شنبې په ورځ وروسته تر دې محدود کړي و چې مخکینی صدراعظم عمران خان ونیول شو او په پاکستان کې د حکومت ضد پراخې مظاهرې پيل شوې.

پخوانی صدراعظم عمران خان وایي، د دې مظاهرو په ترڅ کې د ده څلوېښت پلویان وژل شوې دي.

محکمې پرون په ضمانت د عمران خان د خوشې کولو حکم وکړ او ویل کېږي چې لاهور ته رسېدلی دی.
محکمې پرون په ضمانت د عمران خان د خوشې کولو حکم وکړ او ویل کېږي چې لاهور ته رسېدلی دی.

اسوشېټېډپرېس اژانس د مظاهرو پر مهال تر دوه سوه د ډېرو امنیتي ځواکونو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د تېرو څو ورځو په ترڅ کې پولیسو تر درې زره ډېر کسان نیولي دي.

د پاکستان اسوسي ایشن اف سافټوېر څانګې پرون سهار ویلي و چې له سې‌شنبې را په دې خوا په پاکستان کې د انټرنټ څانګې ته لس میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

په خواله رسنیو کې پرون دا اوازې خپرې شوې چې یو شمېر پوځي ا‌فسرانو استعفاوې کړې دي او پوځ غواړي چې حکومت ړنګ کړي او کودتا وکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودهري دا اوازې رد کړې او ویې ویل چې نه پوځي افسرانو استعفاوې کړې دي او نه هم پوځ د واک د ترلاسه کولو نیت لري.

د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه چې دښمنان د پوځ د وېشلو هڅې کوي، خو دوی به بریالي نه‌شي او پوځیان د لوی درستیز جنرال منیر په مشرۍ متحد دي.

XS
SM
MD
LG