د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

پاکستان ته له افغانستان څخه د امریکایي وسلو د قاچاق ادعاوو ته د سپینې ماڼۍ غبرګون


د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي

په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان په وسله والو حملو کې د امریکايي وسلو د کارولو له ادعا وروسته امریکا وايي چې د پاکستان پر ضد په حملو کې د امریکايي وسلو د کارولو د راپورونو په اړه معلومات نه لري او نه شي کولای چې دا خبره تاييد کړي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امریکايي ځواکونو هیڅ ډول وسلې او تجهیزات په افغانستان کې نه دي پرېښي او هغه څه چې افغان طالبانو ته لاس ته ورغلي د تېر جمهوري حکومت په امنیتي ځواکونو پورې یې اړه لرله.

کربي وویل:

"د کومو وسلو په اړه چې تاسو خبرې کوئ او بیا هم زه نه شم کولای په اړه یې دا ځانګړي راپورونه تایید کړم، دا د افغان امنیتي ځواکونو اړوند وسلې وې. دا وسلې هلته پاتې شوي، نه دا چې د امریکا متحده ایالات راووت او په افغانستان کې یې وسلې پرېښودې. دا په دومره سادګۍ له تاریخي اړخه دقیقه نه ده."

ښاغلي کربي وویل چې په افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن حضور پوځي وو او دوی د تېر حکومت د ځواکونو په تجهیز کې مرسته کوله.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت تیر کال په یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر ړنګیدو مخکې د افغانستان امنیتي ځواکونو سره د ۷.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت پوخي تجهیزات موجود وو، خو معلومه نه ده چې څومره یې د طالبانو لاس ته ورغلي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حملو تر ډېرېدو وروسته د دې هيواد چارواکو ادعا وکړه چې په دغه حملو کې امریکايي وسلې کارول شوي دي.

د پاکستان صدراعظم انورالحق کاکړ بیا- بیا له افغانستانه د امریکایي وسلو د قاچاق ادعاوې کړي
د پاکستان صدراعظم انورالحق کاکړ بیا- بیا له افغانستانه د امریکایي وسلو د قاچاق ادعاوې کړي

د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ د روان لمریز کال د سنبلې په ۱۲ مه ادعا وکړه چې په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې د پاکستان په ګډون د سیمې د نورو هیوادونو پر ضد کارول کیږي.

خو د طالبانو حکومت هغه مهال دا ادعا رد کړې وه.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر دا هم ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا نوې او پرمختللې وسلې د سیمې د هیوادونو لپاره بې خطره نه دي.

نوموړي دا هم ویلي وو چې له افغانستانه په بېړه د امریکايي ځواکونو وتل لامل شوي چې د امریکايي او افغان ځواکونو وسلې د طالبانو سربیره د نورو وسله والو ډلو لاسونو ته ولویږي.

ښاغلي کاکړ ادعا کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بیلتون غوښتونکي په بریدونو کې د عصري وسلو، ټوپکو، د شپې لید دوربینونو او نورو وسایلو څخه کار اخلي چې امریکا په افغانستان کې پریښي.

خو د امنیتي چارو یو پوه احمد خان اندړ ازادي راډيو ته وویل چې د تېر جمهوري حکومت د سقوط په لومړیو ورځو کې د ګډوډۍ له امله ښايي ځینې محدود شمېر امریکايي وسلې د ځینو ډلو لاسونو ته ورغلي او پاکستان ته قاچاق شوي وي خو په ټکو یې په هغه اندازه نه دي چې د یو هيواد پر ضد په جګړه کې ترې کار واخیستل شي.

اندړ زیاته کړه:

"پاکستان په افغانستان کې د نویو پروژو د پلي کولو په لټه کې دی، موږ پوهیږو چې د طالبانو د راتګ پر مهال ښايي ځینو قاچاقبرانو وسلې چاقاق کړي وي خو اوس چې پاکستان د ډیورنډ په کرښه ازغن سیم تېر کړی او طالبان هم هیڅکله خپلې وسلې نورو ډلو ته نه ورکوي نو دا ادعا ناسمه ده."

پر افغانتسان د طالبانوله بیاځلي واکمنۍ وروسته په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان بریدونه زیات شوي دي.

په ډېره اسماعیل خان کې پر پاکستاني ځواکونو یو وروستی برید چې پاکستان پکې افغانستان ته د ملامتۍ ګوته ونیوله
په ډېره اسماعیل خان کې پر پاکستاني ځواکونو یو وروستی برید چې پاکستان پکې افغانستان ته د ملامتۍ ګوته ونیوله

په تر ټولو وروستي برید کې چې روانې ډسمبر میاشتې په دولسمه د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان کې وشو د دغه هیواد د رسنیو د راپورونو له مخې ۲۳ پاکستاني پوځیان په کې ووژل شول.

پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې په دې هېواد کې شوي بریدونه په افغانستان کې پلان شوي او د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې خوندي ځایونه لري، خو دا ادعا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG