د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو کالیزه؛ بلېنکن یوځل بیا له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتو ننګه وکړه


د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۲مې کالیزې له رارسېدو سره سم، د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتو ننګه وکړه، خو دا یې هم وویل، دوی دا بهیر په بشپړ ډول ارزوي.

د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له افغانستانه د امریکايی عسکرو د ویستو په اړه د ولسمشر بایډن پرېکړه ستونزمنه، خو مهمه وګڼله ویې ویل، هغه په دې فیصلې سره د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.

بلېنکن تېره شپه له 'سي‌ این‌ این' تلوېزیون سره مرکه کې وویل، دوی د یوه دولت په توګه هوډ لري چې د ابي‌ګیټ د پېښې په ګډون په افغانستان کې خپله اوږده جګړه وارزوي او د راتلونکې لپاره ترې زده‌کړه وکړي.

د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په دې هم ټینګار وکړ چې دوی به هیڅکله یو بل نسل افغانستان ته د جګړې او مرګ لپاره ونه لېږي.

هغه زیاته کړه: "ولسمشر ډېره ستونزمنه، خو مهمه پرېکړه وکړه چې د امریکا تر ټولو اوږده شل کلنه جګړه پای ته ورسوي. موږ غواړو دا په اثبات ورسوو او ولسمشر چې څه وکړل دا خبره یقیني کوي چې زموږ بل نسل به افغانستان ته د جګړې او هلته د مړه کېدو لپاره نه ورځي، هغه ډول چې موږ شلو کلونو کې وو؛ نو موږ سم کار وکړ. "

د ولسمشر بایډن حکومت له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتو د پرېکړې په اړه تر ډېره تر پوښتنې لاندې دی او په دې برخه کې تر ټولو سخت انتقاد د هغې پېښې په اړه دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د افغانانو د تخلیې پر مهال د کابل هوايي ډګر په ابي‌ګېټ کې وشو.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپږویشتمه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د شوې چاودنې له کبله ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۷۰ افغانان وژل شول.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپږویشتمه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د شوې چاودنې له کبله ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۷۰ افغانان وژل شول.

په دې پېښه کې د ۱۳امریکايي عسکرو سربېره، ۱۷۰ افغانان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتو د پرېکړې په اړه د امریکا متحده‌ایالاتو د سنا او استازیو جرګې پوښتنې او ګروېږنې هم لا پای ته نه‌دي رسېدلي.

له دې ډلې د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي، له افغانستانه یې د امریکايي عسکرو د ویستو په اړه یو شمېر چارواکي پوښتنو ګرویږونو ته ور بللي دي.

هغه تېره شپه 'سي‌‌ این‌ این' تلوېزیون سره مرکه کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتو په اړه د یو شمېر امریکايي چارواکو په څرګندونو هم نیوکې وکړې.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال

مککال وویل: "کوم پیغامونه چې به هغې 'جین‌ساکي' له سپینې ماڼۍ رالېږل، له هغه څه ډېر متفاوت و چې هلته پېښېدل. جان کربي ویلي و چې دوی هلته هېڅ وسلې نه‌دې پریښي. دا تېر ویستونکې ده. زه کولای شم تاسې ته وښیم چې هلته د اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې، مهمات، پیسې او وسایل پاتې دي. له بهرنیو چارو وزارت به نېډ پرایس بېلابېلې څرګندونې کولې."

د ویلو ده چې د امریکا متحده‌ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ 'سنټکام' پخواني قوماندان جنرال فرانک مککنزي هم فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي، له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ویستو په اړه پېښمانه دی.

جنرال فرانک مککنزي
جنرال فرانک مککنزي

هغه ویلي، تاریخ به دا پرېکړه په هغه ډول چې دوی وکړه "د مرګونې نیمګړتیا په توګه" وګڼي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG