د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

نیوزویک: پاکستان باید د جنسیتي اپارټایډ یوه حکومت ته د افغان کډوالو ښځو جبري ستنول ودروي


AFGHANISTAN-PAKISTAN-DEPORTATIONS
AFGHANISTAN-PAKISTAN-DEPORTATIONS

نیوزویک:

نیوزویک خبري مجلې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې چې پاکستان باید د جنسیتي اپارټایډ یوه حکومت ته د افغان کډوالو ښځو جبري ستنول ودروي.

لیکوال په اسلام اباد کې د یوې افغانې ښځې ستونزمن ژوند ته اشاره کړې چې له خپلو درېیو ماشومانو سره په یوه کرايي اپارتمان کې اوسېږي.

د نیوزویک په دې مقاله کې د امنیتي دلایلو په سبب د یادې افغانې ښځې لپاره د زهاب مستعار نوم اخیستل شوی دی.

وړاندې راغلي چې د زهاب کورنۍ د نیول کېدو او جبري ستنېدو له وېرې له کوره نه شي وتلی.

د لیکوال په اند د زهاب په څېر مېرمنې چې اکثر په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پاکستان ته تښتېدلي اوس په پاکستان کې په پولیسو سربېره له هر چا وېرېږي.

په مقاله کې راغلي پاکستان داسې یوه حکومت ته افغانان په تېره بیا ښځې او د تېر رژیم چارواکي او فعالان په زور ور ستنوي چې په کې پر بشري ناورین سربېره د بشري حقونو بحران هم روان دی.

نیوزویک د طالبانو د حکومت هغو لسګونو فرمانونو ته اشاره کړې چې ښځې او نجونې یې له خپلو اساسي حقونو محرومې کړي. له ښوونځیو او پوهنتونو د افغان نجونو راګرځول، د افغان ښځو پر کار او فعالیتونو محدودیت او ورزش او پارکونو ته د هغوی د ورتګ مخنیوی د ښځو په وړاندې د طالبانو له سختو اقداماتو بلل شوي.

نیوزویک انتقاد کړی چې د پاکستان حکومت په تېرو ۱۵کلونو کې د داسې افغانانو نوملیکنه نه ده کړې چې د ځان د خوندیتوب لپاره دغه هېواد ته کډه شوي.

د راپورونو له مخې نږدې پنځه لکه افغانان د نومبر له لومړۍ له پاکستانه ایستل شوي.

د بې پولې ډاکترانو سازمان 'ایم ایس ایف' په خپله پاڼه باندې د افغانستان په شمال کې د نو زیږو او وړو افغان ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو او امکاناتو په کمښت باندې یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې د داسې دوو وړو نجونو روغتیايي ستونزې یادې شوي چې میندو یې په ‌‌ډېرې خوارۍ د بې پولې ډاکترانو له ملاتړ برخمن روغتون ته خپلې نجونې رسولې دي.

نهه میاشتنۍ هودا چې اوس د ناروغۍ په بستر پرته ده علاج یې نه کېده او مور یې فریدې د مرستې او درملنې لپاره هر ور وټکاوه.

هودا په شدیدې خوارځواکۍ اخته ده او علت یې نس ناستی او نور صحي عوامل یاد شوي. اخوا یوه نو زیږې ماشومه اتوسا چې په ۲۸مه اوونۍ کې زېږېدلې وه د نوزېږو په عاجله برخه کې بستره ده.

د اتوسا مور وايي سخته کړېده چې وړه لور یې په ماشین کې پرته وه.

د بې پولې ډاکترانو سازمان وایي، د مزارشریف په روغتون کې دوی یواځې ۲۸ داسې نوزېږو ناروغانو ته ځای لري، خو له مجبورۍ شپېته ماشومان په کې بستر دي.

په مقاله کې د بې پولې ډاکترانو د سازمان د مزارشریف د څانګې د مشرې هایدې هوختینباخ خبرې رااخیستل شوي چې د افغانستان په شمال کې د نوزېږو او وړو ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو او امکاناتو له کموالي اندېښمنه ده. هغې ویلي، 'ایم ایس ایف' مزار ته په دې خاطر راغله چې د نوزېږو ماشومانو د مړینو کچه راټېټه شي، خو د هغې په خبره د مراجعې کچه د دوی تر ظرفیتونو خورا لوړه ده او دا ښکاروي چې هلته څومره صحي خدمات او امکانات کم دي.

په مقاله کې له دې یادونه شوې چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د ګڼو نورو برخو په څېر صحي سکتور هم د بودیجې له کمښت سره مخ شو.

د بودیجې دغه کسر د نوزېږو او وړو ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو په رسولو کې مستقیم اغېز کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG